دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 110349
۱۸ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ،ننګرهار،لغمان،پروان،سمنګان،جوزجان،زابل،میدان وردک،لوګر،هرات او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،۱۳ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۵ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان او زابل ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdoz0fnyt0fs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته