دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 111032
دایران خارجه وزیر وویل : د اټمی موافقی د متن د لیکلو کار د پرمختګ په حال کی دئ
د ایرنا د رپوټ له مخی، دایران خارجه وزیر، محمد جواد ظریف، په ټویتر کی ولیکل : دایران او د ۵+۱ ډلی د اټمی موافقی د متن د لیکلو کار د پرمختګ په حال کی دئ، که څه هم تر اوسه لا زیات موضوعات پاتی دی . ده د مذاکرو د مشکلاتو یادونه وکړه خو ویی ویل : ایران او د ۵+۱ ډلی، د جعلی کړکیچنو او بحرانونو د حلولو لپاره هوډمن دی، او غواړی چی نوی افقونه پرانیزی .
دایران اټمی مذاکره کونکئ ټیم، له تیری پنجشنبی څخه، په نیویارک کی، د اټمی موافقی دمتن د لیکلو کار پیل کړئ دئ .
دغه مذاکری د ایران د خارجه وزیر، د مرستیالانو، سید عباس عراقچی، او مجید تخت روانچی، او د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست دغږملونکې د مرستیالی، هلګا اشمیت، په حضورکی، سرته رسیږی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdsf0fxyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته