دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 121932
راحيل شريف: له خپلې دندې به پر خپل وخت تقاعد شم
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ويلي، د خپلې پوځي دندې غځول نه غواړي او پر خپل وخت به له دندې ريټاېرډيا تقاعد شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښآغلي راحيل شريف کاري موده د روان کال په نومبر کې پاى ته رسېږي، خو له ډېرو ورځې راهيسې په رسنيو کې د هغه د کاري مودې د غځونې په اړه بېلابېل ګنګوسي روان وو.

خو د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې يا ISPR د دوشنبې په ورځ په يوه خپور کړي بيان کېدغو ګنګوسيو او اوازو ته په اشاره ويلي:

"د پوځ د سرلښکر د کاري مودې د غځونې په اړه قياسونه بې بنياده دي. سرلښکر ويلي: پوځ يوه ستره اداره ده. زه د کاري مودې په غځونې باور نه لرم او پر خپل به له دندې ګوښه شوم."

بيان همداشان د پاکستان ملي ګټې تر هر څه مهمې بللي او د ښاغلي راحيل شريف په حوالهيې ويلي، د ترهګرۍ د جرړو د اېستلو لپاره به هڅې په ټول قوت همداسې ګړندۍ روانې وي.

ښاغلى شريف د ٢٠١٣ کال په نومبر کې د پوځ د مشر په توګه ټاکل شوى و. ددې نه وړاندې پرويز اشفاق کياني سرلښکر و چې د پيپلز پارټۍ په حکومت کې يې د مشرۍ موده وغځول شوه او د شپږو کالو لپاره د پوځ مشري وکړه.

ښاغلى راحيل شريف په داسې وخت کې د پاکستاني پوځ مشر وټاکل شو چې په قبايلي سيمو کې د پاکستاني طالبانو واکمني په زور کې وه او همداراز ددې هېواد په بېلابېلو سيمو کې کې بمي چاودنې، ځانمرګي بريدونه او نورې ترهګريزې پېښې تر پخوا زياتې وې.

د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير سيد نذير مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پوځ د مشر له خوا پر وخت له دندې د ګوښه کېدو د اعلان د هر کلي ترڅنګ وايي، نوموړي په خپلې کارې موده کې ځينې زړورې پريکړې وکړې چې يوه يې هم په شمالي وزيرستان کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد د عملياتو پيلول و.

مومند په دې اړه زياتوي:

" ارمي چيف خپل کردار د خپلې ادارې د مضبوطولو او د هغې د فعالولو دپاره هغه نه پوره کار اخيستلو چې کومه ذمه واري اخيستې وه، هغه يې کافي حده پوره ولوبوله، سرته يې ورسوله. د هغې نه صرف پاکستان کې، بلکې بهرنيو ملکونو کې هم ډېر تعريف شوى دى او ددې نه علاوه لکه افغانستان يا انډيا سره هغې کې چې کومه برخه اخيستلى شي د سيکيورټي ادارې د سرلښکر په ذمه باندې هغه پوره پوره ادا کوي.جنرال راحيل چې و، د هغه فيصلې بالکل چې کوم د عسکري قوت دى د هغه پوره پوره استعمال په داسې وخت کې چې د هغې ضرورت و او بل فيصلې چې هغه Boldوې او هغه په ملک کې امن راوستل و، نو زه وايم چې دغه لحاظ ته وګورې نو د راحيل شريف کردار هغه ډېر ښه طريقې سره لوبولى. واقعي چې دده دا فيصله د راتلونکي لپاره يو مثال دى او اميد دى چې دا مثال بۀ قايم وساتلى شي."

د مومند په وينا، د ښاغلي راحيل شريف له خوا پر خپل وخت له دندې د تقاعد ېدو اعلان بۀ ښايي د پاکستان ادارې لا پياوړې شي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د ګڼو سياسي ګوندونو مشرانو او استازيو هم د ښاغلي راحيل شريف د اعلان هرکلى او ستاينه کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsf0fxyt0xn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته