دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 105930
په کابل کې له ۳ اوونیو وروسته د زورورې چاودنې ږغ واورېدل شو
تاند- نن سهار شپږ بجې د کابل ښار اوسېدونکو د یوې درنې چاودنې ږغ واورېد. پولیس وايي چې دا چاودنه د ښار په ختیځه خوله کې وشوه او په نتیجه کې یې د لومړنیو راپورونو پر اساس چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو نور راپورونه وايي چې پر ځانمرګي موټرچلوونکي سربېره ممکن لارویان هم وژل شوي وي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد ایوب سالنګي وویل چې په دې چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي. ده نه دي ویلي چې ټپیان څوک دي.
دا چاودنه له درو اوونیو وروسته په کابل کې لومړنۍ چاودنه وه.
د کابل د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر فرید افضلي وویل چې چاودنه د تېلو یوه ټانک ته نژدې په یوه لارۍ کې وشوه.
ده ونه ویل چې د دې حملې، چې د کابل په قصبه نومې سیمه کې وشوه، هدف څه و. خو ویې ویل چې په لارۍ کې چاودېدونکي مواد بار شوي ول.
افضلي همداراز وویل چې لارۍ غوښتل چې ښار ته راننوځي خو مخکې تر دې چې ښار ته داخله شي، پولیسو یې مخه ونیوله.
د روانې جنورۍ په لومړیو کې په کابل کې د اروپايي روزونکو پر مرکز موټربمي حمله شوې وه چې په نتیجه کې یې یو افغان ملکي ووژل شو او ۵ نور ژوبل شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdsk0fzyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته