دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 139339
د کابل تایمنی منطقه کی تروریستی چاودنه/ ۹ وژل سوی او ټپیان پرځای پریښوده
یو تروریستی چاودنه د کابل تایمنی منطقی د دریم او دوهم سړک په منځ کی رامنځته سوه چی په هغه کی یو کس شهید او ۸ نور کسان ټپیان سو.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزارۍ له مخی، پرون د ماسپښین ۵ نیم بجو په شاوخوا یو خصوصی شرکت کارمندانو موټر په مقناطیسی ماین سره هدف ونیول سو چی په دی تروریستی برید کی یوه ښځه شهیده او ۸ نور کسان ټپیان سو.
ویل سوی دی چی دا کسان غیری نظامیان وو چی ددی تروریستی برید قربانیان سول.
دا تروریستی حادثه د کابل د تامنی منطقی په دریم سړک کی رامنځته سوه.
https://avapress.com/vdcdsn0fnyt0ss6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته