دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 134631
د پناه اخیستونکو بیرته ګرځیدنه؛ یو مضاعفه بحران د افغانستان لپاره
د مهاجرینو د چارو وزارت او عودت کوونکو وایی چی په جاری کال کی د ۱۰ زرو څخه ډیر افغان پناه اخیستونکی د اروپایی هیوادو څخه بیرته راګرځیدلی دی.
ددی وزارت په خبرنامه کی راغلی دی چی ۳۰۰۰ کسه چی اکثره یی په آلمان کی وو هیواد ته بیرته راګرځیدلی دی، همدارنګه ۳۰۰ کسه چی د بین المللی کنوانسیونونو پواسطه قبول سوی نه دی، اخراج سوی دی. افغانستان په داسی حالاتو کی دی چی سرسخته د بیکاری او فقر سره چی ناامنی له کبله دی مخ دی. د هیواد اوسنی حالت ډیر د اوسنی دولت د تشکیل له امله دی او په ځینو دلائلو سره خلګ په تیرسوی حکومت کی یعنی د حامد کرزی په حکومت کی، نسبت د ملی وحدت حکومت ته په اقتصادی او امنیتی برخه کی ښه اوضاع تجربه کړی دی. البته خطا ونه سی؛ ددی څخه دا مقصد نه دی چی د حامد کرزی ټیم او کابینه، متخصص او متعهد او زړه سواند او خادم نسبت ملی وحدت ته په خپل وخت کی وو؛ نه داسی اخذ په هیڅ عنوان سره وجود نه لری؛ ځکه چی د خلګو بهتره امنیت او اوضاع د حامد کرزی په دوره کی خپل ډیر علتونه درلودی چی د هغه وخت د کابینی د توان څخه لوړ وو. ددی لیکنی له مخی څو ګزینی د حامد کرزی د مرستی لپاره حاضر وو چی د ملی وحدت حکومت په شان د اوسنی مشکلاتو سره مخ نه سی او هغه ګزینی ددی لامل سو تر څو رئیس جمهور د بین الملل او د افغانستان دخلګود قضاوت مخته یو څه ښه جلوه پیدا کړی. یو دهغو څخه دطالبانو ماته د خارجی ځواکونو په حضور سره وو. د هیواد خلګ د طالبانو د امارت څخه دومره په تنګ سوی وو چی خلګ حاضر وو هر یو چی لوی ژیره او لونګی ونه لری، د رهبری لپاره یی قبلوله؛ دقیقآ هغه څه چی غربیان او خارجیان غوښتله او کرزی یی هم چی مخکی تر مخکی د افغانستان د ریاست جمهوری د پست لپاره په نظر کی نیولی وو، د مجاهدینو د سرانو په رضایت او موافقت که د خلګو د ناچاری له مخی هم، په ارګ کی قدرت او حاکمیت وکړ. دوهم دلیل، د خارجی ځواکونو حضور او د میلیاردو دالرو شتون او د پراخ خارجی موسسو فعالیتونه په افغانستان کی وو چی هم د ډیرو افغانانو لپاره د کارپالنی لامل سوی وو او د امنیت په برخه کی د شورشیانو سره د جنګ رهبری د خارجیانو په لاس کی وو؛ په داسی ډول سره چی معروف وو چی د ریاست جمهوری چاری او د هیواد کلیدی وزارت خانی د خارجی بالخصوص د امریکا یانو لخوا اداره کیدی!. نو د لوړو خبرو په اساس دهیواد مخکنی رییس جمهور یو باشخصیته شخص بللی سو. بله وو! که د حامد کرزی لایق ټیم د اوسنی مشکلاتو سره مخ سوی وای، په هغه وخت کی هم خارجی ځواکونه د هیواد څخه دباندی وتلی وای، د مهاجرینو مهاجرت ډیر سوی وای، هغه وخت به مو لیدلی وای چی د حامد کرزی لایقه او با درایت ټیم څنګه د هغه حالاتو څخه په سلامتی سره ځان کښله؟! داخبری په دی معنی نه دی چی اوسنی حکومت کابینی ته حق ورکړل سی او ددی حکومت طرفداری وسی او وویل سی چی دا دولتمردان خپل تلاش کړی دی او خپل زحمت یی کښلی دی او ددی نه ډیر اصلاح او رشد امکان نه لر او یا د هغوی پر لاری باندی موانع ډیر سخت او نفوذ نه پذیره دی. نه! په هیڅ عنوان سره مقصد دا نه دی چی د ملی وحدت د حکومت څخه ملاتړ وسی؛ ځکه چی دا دولت دداسی ستایش او ملاتړ لایق هم نه دی؛ ځکه چی هغه خدمتونه او زحمتونه چی د ملی وحدت دسرانو په توان کی وو او کولای یی سوای، د خپل هیواد او خلګو لپاره یی ترسره کړی نه دی. بالخصوص دامنیت په تامین کی او دخلګو په معیشت کی ځینی بی کفایتی او کموالی دی دولت ته متوجه دی، زموږ د مهاجرینو په برخه کی هم په اروپایی هیوادو کی کوم اقدام نه دی ترسره کړی. دولت ملزم وو تر څو په هر تلاش او وسیلی سره چی کیدلای سوای د هیواد امنیت تامین کړی وای؛ تر څو د امنیت او هوساینی ترڅنګ، زموږ تولیدی کارخانی او نور شغلی ظرفیتونه خپل کار ته په هیواد کی ادامه ورکړی وای؛ او په نتیجه کی ډیر ځوانان د کار خاوندان سوی وای او دبیکاری او فقر له امله د مهاجرت لپاره مجبور سوی نه وای. واقعیت دادی چی د ملی وحدت سران او تیم په سر کی هم دخلګو دخدمت لپاره ارګ ته نه وو واردسوی او دهغه وخت څخه راهیسی د قدرت او ثروت د تقسیم په فکرکی اوسیدلی دی چی دخلګو د رای پواسطه هغه ته رسیدلی دی او ددوه کالوپه تیریدو سره هم تراوسه د قدرت د تقسیم پر سر مشکلات لری او واضح دی چی په دی اوضاع سره نور د خلګو دخدمت کولو لپاره حتی فکر هم نه سی کولای.
https://avapress.com/vdcdso0ffyt0s96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته