دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 113931
په غزني ولایت کې د ۵ کسیزې ترهګرې ډلې نیول
د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د غزني ښار له اړوندو برخو څخه د یوې پنځه کسیزې ترهګرې ډلې غړي هر یو: صبغت الله د محمد ظاهر زوی په غزني ښار کې د پنځو ماشومانو د شهیدولو په تور، شمس الدین د شیر آغا زوی د ملي پولیسو د دوه سرتېرو د شهیدولو په تور، شفیع الله مشهور په مجید د شجاع محمد زوی د غزني د ښاروال د یو تن ساتونکي د شهیدولو په تور، عماد الدین مشهور په سیف الله د علا الدین زوی په غزني ښار کې د ملي پولیسو د دوه سرتېرو د شهیدولو په تور، حضرت عمر د جانان زوی د غزني ولایت اوسېدونکي چې د ملا روحاني مشهور په ملا کېبل ترهګرې ډلې غړي دي او په پټه سره د غزني ښار په اړوندو برخو کې په ترهګریزو او ورانکارو چارو بوخت وو نیولي دي.
نیول شوو کسانو په غزني ښار کې د ملي پولیسو د پنځو سرتېرو او اتو ماشومانو په شهادت رسولو کې لاس لرل منلي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdss0ffyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته