دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 100133
جمهور رئیس احمدزي د څرخي پله له  زندان څخه لیدنه وکړه
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي پرون شپه د څرخي پله له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د دغه زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې یې واوریدې.
د څرخي پله د مرکزي زندان څو تنو زندانیانو له جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي څخه مننه وکړه چې د خپل کار په لومړیو ورځوکې یې د بندیانو پوښتنه وکړه.
دوی د هېواد له جمهور رئیس څخه د عمومي عفوی د اعلان، د ناعلاجه ناروغیو او لوړ عمر لرونکو بندیانو دخوشې کېدو، د بې سرنوشته بندیانو د برخلیک د ټاکل کېدو، په نیشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره په زندان کې د یو سمبال روغتون د جوړیدو، د ټوپکسالارۍ او مافیایي سیستم د له منځه وړلو او په هېواد کې د عدالت د ټینګښت غوښتنه وکړه.
دوی جمهور رئیس احمدزي ته وویل، په دې زندان کې داسې بندیان هم شته چې ۱۳ کاله کیږي بې سرنوشته شپې او ورځې تیروي او په دې زندان کې داسې بندیان هم شته چې ۹۶ کاله عمر لري.
 ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د مرکزي زندان د بندیانو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل: خلک له ما څخه د عدالت غوښتنه کوي، په دې زندان کې داسې بندیان هم شته چې د پولیسو، ملي امنیت او د ملي اردو منسوبان چې د دې خاورې د ملي نوامیسو ساتنه کوي وژلي دي. زه د دغو منسوبانو د سر اعلی قوماندان په توګه د هغوی د وینې د ساتنې مسوولیت لرم، زه د هغوی وژنه نه شم زغملی. هرچا چې د امنیتي ځواکونو منسوبان وژلي هغوی باید خپله جزا و ویني. هرڅوک چې د دې خاورې زامن وژني او د دې هېواد مدرسې او ښوونځي ورانوي باید چې جزا ورکړل شي.
 د هېواد جمهور رئیس بندیانو ته ډاډ ورکړ چې لویې څارنوالۍ ته یې دنده سپارلې چې د دوشنبې تر ورځې پورې د زندانیانو دوسیې وڅیړي او نتیجه یې زما پرمیز کیږدي.
 ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه زما هڅه داده چې په هېواد کې د عدالت بنسټ کیښودل شي، داسې بنسټ چې موږ وکولای شو حق حقدار ته و رسوو.
 ده وویل، هڅه کوم تېرې تیروتنې جبران او د نویو مخه ونیسم خو دا ټول کارونه په یوه ورځ نه کیږي.
 جمهور رئیس وویل چې د زندانیانو د دوسیو او اسنادو د څیړنې لپاره به یو صلاحیت لرونکی پلاوی وټاکي او څو میاشتې وروسته به بیا دغه زندان ته ورشي او له زندانیانو سره به وګوري .
 جمهور رئیس  ډاډ څرګند کړ چې د زندانیانو هره غوښتنه به په اساسي ډول وڅیړل شي او جریان به یې دی پخپله تعقیب کړي.
 ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي وویل، زه د خپل هېواد او خلکو پر وړاندې ستر مسوولیت لرم، ډیره هڅه به وکړم هغه امانت چې تاسو یې له ما غوښتنه کوی، هغه عملي کړم.
 جمهوررئیس څرګنده کړه چې د قانون تطبیق کولای شي ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کیږدی. ده وویل چې لوی خدای دې موږ ته د دې توان راکړي چې له کمزوري سره عدالت وشي او هغه قوی چې ظالم دی په سمه لاره روان کړو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsz0fsyt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته