دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 116226
په کونړکې د هېواد دخپلواکۍ او ازادۍ دلارې اتلو،ویاړلو شهیدانو پاکو روحونو ته د دوعا لاسونه پورته شول
دهېواد دخپلواکې او ازادې دلارې شهیدانو دقدردانۍ یادغونډې مراسم چې دامنیه قوماندانۍ په جامع مسجد کې ترسره شول پکې دکونړوالي سربېره دامنیتي ارګانونو مسؤلینو، ادارومشرانو،دیني عالمانو،جهادي شخصیتنو،قومي مشرانو ګډون کړی و، لومړی دعظیم الشان کتاب قرآن کریم ختم ترسره شو او د هېواد ټولو شهیدانو پاک روحونو ته دوعا وشوه.

وروسته څوتنو دیني عالمانو،قومي مشرانو ،ولایتي شورا او سولې شورا استازو خبرې وکړې او په هېواد کې یې دشته ناخوالو لمنځه وړلو لپاره خلک ملي یووالي ته راوبلل ، شته جګړه یې په افغانانو د پردیو له خوا یوه ټپل شوې جګړه یاده کړه او په ټولو هېواد والو یې غږ وکړ چې دسولې اوامن لپاره په ګډه کار وکړي، ویناوالو د ګران هېواد د ټولو شهيدانو قربانۍ وستایلې او ورته یې دوعاوکړه.

دکونړ والي وحیدالله کلیمزي هم غونډې ته وینا وکړه نوموړي وویل په مختلفو پړاونو کې زمونږ مشرانو ،ځوانانو،عالمانو،خویندو او ورونو دهېواد خپلواکۍ،ازادۍ ،سولې او امن ټينګښت په برخه کې قربانۍ ورکړي او د خپل سرونو په نذرانه کولو یې ګران هېواد افغانستان ته ځانګړی او دویاړ ډک مقام وربښلی ، نوموړ ي وویل او س هم په ګران هېواد کې دسولې او امن ټينګښت په خاطر دقربانۍ ورکولو لړۍ لاهم دوام لري،

ښاغلي کلیمزي په دیني عالمانو او ولسونو غږ وکړ چې په هېواد کې دشته ناخوالو لمنځه وړلو لپاره سره یو ځای شي د افغان ملي ،امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي ،چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې دخپل سر په بدله داسلام مقدس دین او دخپلې پاکې خاورې دفاع کوي کونړ والي دهيواد اتلو، ویاړلو شهیدانو قربانۍ یادې کړې او دهغوی پاکو روحونو ته یې دلوي خدای ج په دربار کې د دوعا لاسونه پورته کړل .
https://avapress.com/vdcdx90f9yt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته