دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۱۶
د مطلب کود : 156628
اسد نه ‎شي کولی په سوریه کې د اوږدمهاله ثبات لپاره د خلکو باور ترلاسه کړي
ټبلرسن ویلی ، د لومړي ځل لپاره د سوريې د جګړې په اړه د خپل هېواد بې قیده ژمنه اعلان کړه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن سرګندوی، زموږ امنیتی ځواکونه به تر نامعلومې نېټې پورې په سوریه کې پاتې وي. ‎ د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن، د چهارشنبه په ورځ په اسټنفورډ پوهنتون کې د وینا پرمهال رسنیو ټه وویل، په سوریه کې به د امریکايي ځواکونو ماموریت د داعش پر ځپلو او دې هېواد ته د دې ډلې د بېرته ستنېدو د مخنیوي پر موضوع متمرکز وي. هغوی ویلی، په اوس وخت کې له سوريې څخه د امریکايي ځواکونو وتل به بشار الاسد ته فرصت برابر کړي چې د خپلو خلکو پر ضد ظالمانه چلند له سره پیل کړي. د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن زیاتوی، چې اسد نه‎شي کولی په سوریه کې د اوږدمهاله ثبات لپاره د خلکو باور ترلاسه کړي.
https://avapress.com/vdcdx90fjyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته