دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 116929
د فراه اوسیدونکي د امنیتي وضعیت له خرابوالي انديښنه لري
د فراه یوشمیر اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال طالبان په ډيرو ولسوالیو کې فعال دي او که چیرې د امنیتي ځواکونو شمیر زیات نه شي، د فراه ښار به هم سقوط وکړي. د فراه ښار یو اوسیدونکی وایې:

((په ښار کې څو تروریستي حملې وشوې. موږ له استخباراتي او امنیتي ادارو غوښتنه لرو چې خپله وظیفه سمه ترسره کړي.))

خو د فراه امنیه قوماندان وايي چې امنیتي وضعیت ښه دی او خلک دي اندیښنه نه کوي.

د فراه یو شمېر اوسیدونکي وايي چې لږترلږه په خاک سفید او ګلستان ولسوالیو کې وسله والې ډلې پراخ فعالیت لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcdx90fnyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته