دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 146629
له افغان سولې سره د همکاري په اړه د طالبانو پلار مولانا سمیع الحق شرط

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام سمیع مشر مولانا سمیع الحق د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د هرډول مرستې ژمنه کړې ده.

خو نومړې ټینګار کوي چې لومړی باید بهرني ځواکونو له افغانستان نه ووځي.

د مولانا سمیع له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د جمعیت علمای اسلام سمیع مشر دغه څرګندونې تیره ورځ له افغان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال سره په کتنه کې کړي دي.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، مولانا سمیع د پاکستان پر حکومت هم غږ کړي چې د افغانستان په اړه په خپل تګلارې کې بیا کتنه وکړي.

مولانا سمیع چې د طالبانو د پلار په نامه مشهور دي، ادعا کوي چې یوازې هند د روانو حالاتو څخه ګټه اخلي.

نومړې د حقانیه مدرسې بنسټ ایښودونکی دی چې ځينې مهم طالب مشران لهدغه مدرسې فارغ شوي او ویل کیږي چې د پاکستان علما پرې لوی اغېز لري.

افغان چارواکي وایي، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان له قابایلي سیمو څخه او مهمو ښارونو کې د کوټې او پیښور په ګډون فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژآنس(آوا)
https://avapress.com/vdcdx90fnyt0o96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته