دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 126829
طالبان: ملا اختر منصور د بلوچستان ایالت په "نوشکي" سیمه کې وژل شوی
طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره منلې چې د دوي مشر ملا اختر منصور دوژل کيدو خبره تایید کړې او د نوموړي پرځای یې هیبت الله اخندزاده یې د دغې ډلې مشر ټاکلی دی.

طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره منلې چې د دوي مشر ملا اختر منصور دوژل کيدو خبره تایید کړې او د نوموړي پرځای یې هیبت الله اخندزاده یې د دغې ډلې مشر ټاکلی دی.

دوی په خپله خپره شوې اعلامیې کې لیکلې چې اختر منصور څو ورځې وړاندې( شنبې ورځ د غبرګولي په اوله) د پاکستان بلوچستان ایالت "نوشکي" سیمه کې وژل شوی دی.

له دې سره سم ، د طالبانو د رهبرۍ شورا د پرېکړې له مخې، د ملامنصور ځای ناستی یې هیبت الله اخندزاده و ټاکه.

د خبر پاڼې په ټکو، د طالبانو پخوانی مشر او بنستګر ملامحمد عمر زوی، ملامحمد یعقوب او د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقانی زوی سراج الدین حقاني یې د نوموړي مرستیالان ټاکلي دي.

د طالبانو ډلې مشر ملا اختر منصور څور ورځې وړاندې( شنې د غبرګولي اوله) د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو، خو د څور ورځې ځنډ وروسته طالبانو هم تایید کړه چې نوموړي د ډرون په برید کې وژل شوی دی.

له دې وړاندې، د امریکا دفاع وزارت( پنتاګون)، دافغانستان دولت هم تایید کړي وو چې ملامنصور د امریکا ډرون الوتکې د برید په ترڅ کې په پاکستان کې وژل شوی دی.

له څو ورځې چوپتیا وروسته؛ د قاري یوسف په نوم د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی د بلوچستان ایالت "نوشکي" سیمه کې وژل شوی.

 
https://avapress.com/vdcdx90fnyt0xj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته