دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 126324
ولسي جرګه:د جمهور رئیس سپکاوي د ټولو افغانانو سپکاوی دئ
دولسي جرګې غړو د خپلي ناستې پرمهال په لندن کې پر جمهور رئيس محمد اشرف غني د وینا پرمهال د ځینو افغانانو نیوکه وغندل او دا یې جمهور رئيس او ټولو افغانانو ته ‘لوی سپکاوی’ وګاڼه.

دولسي جرګې غړو د خپلي ناستې پرمهال په لندن کې پر جمهور رئيس محمد اشرف غني د وینا پرمهال د ځینو افغانانو نیوکه وغندل او دا یې جمهور رئيس او ټولو افغانانو ته ‘لوی سپکاوی’ وګاڼه.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي، د جرګې غړو ته وویل، د دغه سپکاوي د غندلو په تړاو یوه خبرپاڼه خپره کړئ اوزياته يې کړه، په لندن کې ولسمشر ته سوی سپکاوی د افغانستان لوی ملت ته سپکاوی دی.

او دجرګې پر غړو يې ږغ وکړ، چي د پارلمان یوڅو غړي دې ولسمشر ته د سپکاوي په اړه یوه اعلامیه چمتو کړي.




1ي


https://avapress.com/vdcdx90foyt0xs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته