دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 139627
په لغمان کی 17 تنه طالبان وژل سوی دی
په لغمان و لايت کې دډاراچوونکو ضد ځانګړو عملياتو په بهيرکې طالبانوته دسر دروند زيان اوښتى دى.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، دغه عمليات داليشنګ او الينګار په ولسواليو او دمهترلام ښار په شاوخوا سيمو کې دطالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي.
په لغمان ولايت کې يو پوځي قوماندان وويل ؛ ددغو عملياتوپه بهيرکې ددوو پاکستاني قوماندانانو په ګډون اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل په دغو عملياتو کې پوځيان بريالي شوي چې څومهمې سيمې اولارې دطالبانو له شتون څخه پاکې کړي او دوسله والو طالبانو په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه کړي .
دلغمان پوځي مقامات وايي چې دغه عمليات به دډار اچوونکوله شتون څخه دلغمان ولايت تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.
https://avapress.com/vdcdxn0f5yt0s96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته