دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 102726
د افغان ښځو په ملاتړ ناروې کې غونډه جوړه شوه
د ناروې په پلازمېنې اوسلو کې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره یوه نړیواله غونډه جوړه شوې ده.
په دغه غونډه کې د ښځو د حقونو پر نړیوالو ملاتړو سربېره افغان لومړۍ مېرمن رولا غني، افغانستان کې د ښځو د چارو وزیره حسن بانو غضنفر او د ملي شورا یو شمېر ښځینه غړې ګډون لري.
په دې غونډه چې د ناروی د بهرنیو چارو د وزارت او یو شمېر مدني ټولنو په په نوښت جوړه شوې د بېلا بېلو هېوادونو استازو ګډون لري.
د غونډې موخه دا ده چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنو، په اقتصادي توګه د ښځو بسیا کېدو او په سیاسي ډګر کې د ښځو ونډې ته د نړیوالو پام واړول شي او لا ډېرې مرستې جلب شي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر برنج برنډا یوې خبرې غونډې ته وویل "افغانستان یو بې وزلی هېواد دی او لا یې هم ډېرې ننګونې پرمخ دي خو په ځینو برخو کې افغانستان لاسته راوړنې هم لري."
هغه په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې برخې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اوس مهال څلور میلیونه افغانې نجونې په ښوونځیو کې زده کړې کوي چې په وینا یې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.
ښاغلي برنډا وویل داسې احساس کوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني ترمشرۍ لاندې حکومت د ښځو زده کړو او روغتیايي اسانتیاوو ته د لاس رسي په برخه کې جدي دی.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د ناروې حکومت به د افغانستان د حکومت پیاوړی متحد پاتي شي او په راتلوونکو کلونو کې به له افغانستان سره د ښځو لپاره د زده کړو د زمینو په برابرولو، د ښځو د حقونو، دیموکراسۍ د پراختیا، پرمختیايي چارو، د فساد پرضد مبارزه، ښې حکومتولۍ او اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې مرستې وکړو.
افغان لومړۍ مېرمنې رولا غني هم په دې خبرې غونډې کې لنډې خبرې وکړې او له افغانستان سره یې د ناروې ملګرتیا یو ښه فرصت وباله.
مېرمن غني په افغانستان کې د ښځو لپاره ډېر کار اړین وباله او ویې ویل چې اوس دوی پر سم لوري روان دي.
هغې نړیوالې ټولنې ته وویل چې په راتلوونکو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او پياوړي کېدو په برخه کې د لاسته راوړنو لیدلو ته چمتو اووسي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdxx0f9yt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته