دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 142128
د ملګرو ملتونو استازی- د افغانستان رسنۍ د سترو ننګونو سره په مقابله کې هوډ او زوړتیا ښې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړۍ استازي په کابل کې د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل: د افغانستان مسلکي رسنۍ، هغوی چې په دوامداره توګه د سترو ستونزو پر وړاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، باید د دوی دغه زړورتیا او هوډ وستایل شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړۍ استازي په کابل کې د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل: د افغانستان مسلکي رسنۍ، هغوی چې په دوامداره توګه د سترو ستونزو پر وړاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، باید د دوی دغه زړورتیا او هوډ وستایل شي. تادامیچي یاماموتو په ټول هیواد کې د مسلکی او رسنیزو کارونو د ستایلو لپاره نن په کابل کې د یو شمیر دو لتی چارواکو او د اجراییه رییس په ګډون، وویل زما په اند د بیان آزادي، په ځانګړي توګه د مطبوعاتو آزادي، د یوی بشپړې او آزادې ټولنې له ځانګړتیاوو ځخه شمیرل کیږي. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (يوناما) مشر هم دی، وویل: په افغانستان کې د رسنیو ډېرې بریاوی په ډیرو ستونزو ترلاسه شوي دي. افغانستان چې په جګړه کې ښکیل هیواد دی، تل یی هڅه کړی چي په جګړو کې د خبریالانو د تلفاتو سربیره خپل ځای د نړۍ د مطبوعاتو د آزادۍ په درجه بندۍ کې وساتي. د ملګرو ملتونو استازي وویل د افغانستان مسلکي خبریالان، ښځې او نارینه، باید دهغوی د زړورتیا او هوډ لپاره وستایل شي. هغه همدا شان زیاته کړه: تاسو ډاډ من و اوسئ چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه ستاسو له ګړنو او فعالیتونو څخه مننه کوي. ښاغلي یاماموتو زیاته کړه په افغانستان کې د پرمختګونو سره سره لاهم په ځینو سنتي ټولنو کې د رسنیو آزادي د لمنځه تلو په حال کې ده. هغه وویل : افغانستان د سیمې په کچه د آزادۍ او خلاقیت د یوه لارښود په توګه شتون لري. اوس مهال افغان وکړي شاوخواه ۷۰ تلویزوني شبکو، ۱۷۵ راډیوي شبکو او همدارنګه د پرمختګ په حال کې تولنیزو رسنیو ته لاس رسی لري. دا په داسی حال کې ده چې د ملګرو ملتونو چارواکې په دي ټینګار کوی چې په سترو جګړه ځپلو سیمو کې د کار کولو ستونزي زیاتی دی، آن تر دې چې خبریالان خپل ژوند په خطره کې اچوي. نوموړي ټینګار وکړ چې د جګړې په سیمو کې تر برید لاندې خبریالان یوازې هغه وخت په اغیزمنه توګه خپل دنده ترسره کولی شي چې معلوماتو ته کافي لاسرسی او همدارنګه کافي خوندیتوب ولري. ده زیاته کړه: دې اړتیا ملګري ملتونه وهڅول چې څو خپل کاري پلان: د خبریالانو خوندیتوب او د معافیت مسله په ۲۰۱۲ کال کې جوړ کړي څو د خبریالانو لپاره د یوه خوندي او آزاد چاپیریال د کار کولو لپاره د بیان د آزادۍ بنسټیز حق رعایت شي. د ملګرو ملتونو استازي په ډاګه کړه چې د ډموکراسۍ، د جنسیت برابرۍ او بیان آزادۍ مخالفان تل شته ځکه نو باید خبریالان او لیکوالان چمتو ولاړ وي او هوښیار واوسي. نوموړي وویل: تیر لمریز کال په تیرو دوو لسیزو کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو لپاره تر ټولو ډیر له تاوتریخوالي ډک کال و. نوموړي د یوه افغان رسنیز بنسټ هغه خبره یاده کړه چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي د کچې لوړیدل یې زړه بوږنوونکي بللي وو. تر ډیره په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې بریدونه د جګړې په لومړی کرښه کې رامنځ ته کیږي، خو توهینول بیا په کابل او د هیواد په نورو سترو ښارونو کې هم رامنځ ته کیږي. ښاغلي یاماموتو وویل: مناسبه ده هره بیلګه چې د افغانستان د رسنیو د زړور ډلګي د اغیزمنیدو لامل ګرځي په پام کې ونیول شي. او دا هم سمه ده چې له سیاسي استازو څخه تمه ولرو څو د تاوتریخوالي او ګواښ له قربانیانو دفاع وکړي، او هغه قانون پلی کړي چې په همدې موخه د اجرا وړ دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وویل: د مطبوعاتو آزادي د ژوند به نورو برخو کې آزادی ته دوام وربښي. دا باید موږ ټولو ته هیله او ډاډ راکړي. ده زیاته کړه: که څه هم په عامه ژوندانه کې د ښځینه وو ګډون لا هم کرار دی که څه هم په دې وروستیو کې یو سروې موندنه دا وه چې په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو شمیر په حقیقت کې زیات شوی دی. نوموړي وویل: له نړیوالو ملاتړو او ملي بنسټونو منندوی یو، د افغان مطبوعاتو ډلګي اوس د نورو مسلکونو لپاره نوي معییارونو ایښي دي. په پای کې د ملګرو ملتونو استازي وویل: د مطبوعاتو له آزادۍ پرته یوه باخبره، فعاله او ښکیله ټولنه ناشنونې ده. د بیان د آزادۍ په صورت کې ډیر څیزونه شوني کیږي او امکان لري لکه ښه حکومت والي، د بیوزلۍ کمیدل، عدالت ته لاس رسۍ او د بشري حقونو کلتور چې نن او هم سبا به ټول افغانان به ځینې برخمن شي. د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ هر کال د مي میاشتې په دریمه نیټه لمانځل کیږي او دا هغه موقع ده چې د بیان د آزادۍ بنسټیز اصول ولمانځل شي او د هغو خبریالانو درناوی وشي چې د دندې پرمهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
https://avapress.com/vdcdxx0fjyt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته