دخپریدو نیټه :شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 132822
د طالبانو ماین چاودنې ناوې ولسوالۍ کې شپږو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
د هلمند ناوې ولسوالۍ کې د طالب وسلوالو ایښودل شوي ماین چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ناوې ولسوالۍ کې د طالب وسلوالو ایښودل شوي ماین چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر مخي،د سړک غاړې یاده ماین چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د ناوې ولسوالۍ په «عینک» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ملکي خلکو یو موټر سیمه کې د دولت وسلوالو مخالفینو پر ایښودل شوي ماین برابر شوی، چې چاودنې له امله یې یوه میرمن وژل شوي او پنځه نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
په وژل شویو ولسي وګړو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي او ټپیان یې پر وخت د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.
طالبان د خپلو پردیو بادرانو په اشاره د خپلو وحشتونو په دوام ډیر کله د ملکي خلکو د تګ راتګ په لارو او عامه ځایونو کې ماینونه خښوي، چې له امله یې بې ګناه کسان شهیدان او ټپیان کیږي.
د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات د طالبانو دا ډول وحشتونه غندلي، د قربانیانو کورنۍ سره یې خپله غمرازي ښودلې ، شهیدې میرمن ته یې د جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د الله تعالی له دربار څخه د بیړنۍ روغتیا دعا کړې ده.

https://avapress.com/vdcdxx0fxyt0sj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته