دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۰
د مطلب کود : 150129
د طلوع تلویزون خبریال «شاپور بختیار» ټپي شوی
د طلوع تلویزون د تودو خبرو پخوانی پروګرام چلونکی «شاپور بختیار» په ننګرهار ولایت کې د نامعلومو وسلوالو له لوري ویشتل شوی او په ټپي حالت کې کابل ته رسیدلی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبر له مخی،دنوموړي متعلقین وايي چې د شاپور بختیار روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی خو دا چې دا پېښه په دقیقه څرنګه او چیرته را منځته شوه، تر اوسه یې په اړه معلومات نشته.
یو شمېر خبریالانو د نوموړي په حواله ویلي چې په سرخرود کې ډزي پر شوي او په وینا یې بریدګر په لګزس موټر کې ناست وه.
تر اوسه د پيښې په اړه نور جزئیات نشته.
باید وویل شي چې د طلوع تلویزون د تودو خبرو پروګرام چلونکې شاپور بختیار څه موده تر مخه د طلوع تلویزون څخه وشړل شو او نوموړي هغه وخت ادعا وکړه چې د ارګ له لوري ورته د ویاندۍ وړاندیز شوی وو او همداسي د ملي امنیت له لوري دده پر پروګرام بندیزونه ددې لامل شول چې بالاخیره د طلوع تلویزون پریږدي.

https://avapress.com/vdcdxz0fnyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته