دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۲
د مطلب کود : 138204
د متحده عربي اماراتو د سفیر د وفات په اړه د ولسمشر غنی خواشینی کیدنه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سفیر په وفات کېدو سخت خواشینی شو. د متحده عربي اماراتو سفیر او د هغه هېواد یو شمېر نور ډيپلوماتان چې د روان کال د مرغومي په ۲۱ نېټه د النهیان خیریه بنسټ د پرانیستې په موخه کندهار ولایت ته تللی وو، تروریستي برید ورباندې وشو. په دغه تروریستي پېښه کې جمعه محمد عبدالله الکعبي ټپي شو.
د متحده عربي اماراتو سفیر او همکارانو یې د افغانستان د سولې او انکشاف په خاطر په یو بشردوستانه ماموریت کې لویه قرباني ورکړه، دا قرباني به تل د افغانستان د خلکوپه یاد وي. جمهور رئیس غني په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سفیر په وفات کېدو د خواشیني څرګندولو پرمهال وویل، د متحده عربي اماراتو په ډيپلوماتانو برید له دغه هېواد سره زموږ اړیکې نشي زیانمنولی، ځکه افغانستان او امارات پایداره او پیاوړې اړیکې لري.
جمهور رئیس زیاته کړه، په دې تروریستي برید کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د وګړو د وینو بهېدل له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو عزم او اراده پیاوړې کوي.
جمهور رئیس د مرحوم الکعبي کورنۍ او د عربي متحده اماراتو دوست حکومت او خلکو ته د خپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.
د هېواد جمهور رئیس په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته د سفر پرمهال د کندهار تروریستۍ پېښه کې د هغه هېواد د شهیدانو ډيپلوماتانو کورنیو سره په جلا توګه وکتل او هغوی ته یې د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د تسلیت او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.
ارگ ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcdzj0foyt0sx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته