دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 105606
محور ورځپاڼه: د عبدالله په کمپ کې پټ اور د عبدالله لمن سوځي

دشمالي ټلوالې ځینې قوماندانانو له سالنګ پورې غاړه د عبدالله عبدالله ټول هغه عکسونه سوځولي چې د کمپاین پر وخت یې ځړولي وو، معلومات په ډاګه کوي چې دغو قوماندانانو عطامحمد نور ته هم ګواښ کړی دی.
راپورونه وايي چې د شمالي ټلوالې ځینې مخکښو عناصرو، چې له عبدالله یې ملاتړ کاوه، اوس یې خپل مسیر بدل کړی او د ده پرضد د خلکو په پارونه کې لاس لري. دوی چې د عبدالله له خوا حکومت ته د ورپېژندل شوو کاندیدانو له نوملړه راضي ‌ندي یا یې خپله علاقه لرله حکومت ته ننوځي اوس غواړي عبدالله له جدي بحران سره مخ کړي.
پرون یوه ډله مظاهره چیانو ویل؛ موږ نور له عبدالله او عطامحمد نور سره نه یو او هغوی د لوی ملت استازولي نشي کولای. دا خبرې زباتوي چې د کابینې د غړو د ټاکنې لپاره د عبدالله له اړخه تصمیم یوازې همدې دوه کسانو پخپلو کې نیولی دی. عطامحمد نور ته په نوې کابینه کې د پوهنې وزارت رسېدلی او     چې دې وزارت ته کاندید دی، د عطامحمد نور کاروباري‌ شریک دی.
په ولسي جرګه کې د هرات استازی قاضي نذیر حنفي وايي، لودیځه حوزه کې پنځه ولایتونه دي چې عبدالله ته یې د ګوتو او سرونو په قېمت کمپاین کړی، خو نن یې یو وزیرهم په حکومت کې نشته. هغه وویل: ((عبدالله د ځان او غرب حوزې ترمنځ د رابطې ټول پلونه والوځول او له هغو لارو چې دی یې ګلباران کړی و، هغه لارې به عبدالله ته د سنګباران په لارو بدلې شي.))
قاضي حنفي خبرې د اسماعیل خان د ګواښونو یوه بله بڼه ده چې تر سیمې زیات د انتخاباتي ایتلافونو له پټو توافقاتو پرده پورته کوي.
د کابینې د اعلان په ماښام د کابل د پروان کارتې په سیمه کې هم یو زیات تعداد معترض ځوانان راوتلي و، چې بیا یې د پنجشیر او پخوانۍ ټلوالې د ونډې د کمي په تړاو په عبدالله تورونه پورې کول او له امانت سره د خیانت په تور یې ګواښه.
داسې ښکاري چې په کابینه کې د ځنډ یو لامل د عبدالله عبدالله همدا ډار و چې خپلو پلویانو سره د شوو ژمنو د تعمیل امکان یې په حکومت کې په هغه پیمانه نه لیده.
له بل لوري محقق او د هغه پلویان هم د عبدالله سره په شخړه دي. دوی وايي، مهمې څوکۍ یې نورو ته ورکړې او دی تر ټولو د زیاتې رایې راټولونکی و.
ځینې رادیکاله تاجکانو چې عبدالله ته یې د یو تاجک په توګه رایه ورکړې پرون یې په یوه لاریون کې د نوموړي په عکسونو چلیپاوې کش کړې وې او هغه یې غانده، چې د تاجکانو لپاره امنیتي کلیدي وزارت یعنې داخله وزارت یې غیر مجاهد او غیر تاجک ته ورکړی دی.
د مظاهره چیانو په پریکړه لیک کې جالب ټکی دادی چې وايي، موږ نور له عبدالله او عطامحمد نور سره نه یو او هغوی د لوی ملت استازولي نشي کولای. دا خبرې زباتوي چې د کابینې د غړو د ټاکنې لپاره د عبدالله له اړخه تصمیم یوازې همدې دوه کسانو پخپلو کې نیولی دی. عطامحمد نور ته په نوې کابینه کې د پوهنې وزارت رسېدلی او زلمی یونسي چې دې وزارت ته کاندید دی د عطامحمد نور اوږدمهالی مشاور او کاروباري‌ شریک دی.
له بلې خوا استاد سیاف چې په دویم دور ټاکنو کې په عبدالله پسې شو،‌ په کابینه کې یې د یو کلیدي وزارت غوښتنه کړې وه، خو کله چې عبدالله دا غوښتنه ونه منله او د عدلیې وزارت یې ورپیشنهاد کړ سیاف د خپل استازي له معرفي کولو بایکاټ وکړ. اوس له یاد کمپ نه د اوبو بریښنا د پخواني والي اسماعیل ګواښ عبدالله ته د ځورېدنې وړ دی، اسماعيل خان د هرات د ولایت د مقام تر ترلاسه کولو شاید خپله نسبي ارامي وساتي، خو که داسې ونشي شاید عبدالله او شمالي ټلوالې ته لوی سرخوږی جوړ شي. اسماعیل خان وايي عبدالله د هرات ټوله رایه خپله کړې خو بدل یې نه مجاهدینو او نه هراتیانو ته ورستون شوی دی.
د شمالي ټلوالې ځوان غړي وايي‌، عبدالله دوه خطرناک اقدامات وکړل؛ لومړی داچې د محمدخان په مرستیال ټاکلو سره یې د حکمتیار په مشرۍ مړ حزب اسلامي چې د شمالي ټلوالې سرسخت دښمن و راژوندی کړ، دویم داچې د مجاهدینو له ادرسه یو مشهور پخوانی کمونیست نورالحق علومي چې په خبره یې ورسره په مقابلې دوی د جهاد او مقاومت اعزاز ګټلی و اوس د جمیعت له ادرسه په حکومت کې د یو نازدانه په توګه مطرح کېږي. د دغو لاریونونو او اعتراضونو یو تعداد مخکښ غړي په امرالله صالح پورې اړوند د روند سبز غړي دي.
شنونکي وايي، توپ د عبدالله کمپ ته رسېدلی او نوره به سخته وي، چې نوموړی دې هغه بحران کابو کړای شي چې له وېرې یې د حکومت پرسر موافقې ته رسېدل په نامعلومو دلایلو ځنډول.
د دوی په باور دا ډول حالات له ولسمشر غني سره مرسته کوي، چې حکومت له جنګسالارانو پاک کړي او په سړه سینه هغه فاسد چارواکي تر پښو لاندې کړي چې د مجاهدینو له ادرسه یې د حکومت ۹۰ سلنه ونډه پخپل انحصار کې ساتله.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzk0f9yt0z96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته