دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 89540
مستغني: د داسو د بند پر مساله لا هم بحثونه روان دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړی چې ګواکې افغانستان د دې بند له جوړولو سره له مخالفته لاس اخیستی دی.
د دې وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، پردې مساله اوس هم بحثونه روان دي.
د سیمي د چارو پوهان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ″داسو″ د برښنا د بند جوړول د افغانستان په زیان بولي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د ابو او انرژۍ د وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې، چې افغانستان د دې بند له جوړولو سره له مخالفته لاس اخیستی، رد کړی.
د دې وزارت ویاند شکېب مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د پاکستان حکومت له خوا د داسو د برښنا د بند په جوړولو اوس هم د حکومت د مربوطو ادارو بحثونه روان دي او نتیجي ته لا نه دي رسیدلي:
″د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د داسو د بند له جوړولو سره خپل مخالفت بیرته نه دی اخیستی او سره له دې چې د مربوط ارګانونو بحثونه پرې روان دي، وروستی پریکړه یي هم نه ده اعلان کړې″
افغان حکومت له دې وړاندې هم د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د نړېوال بانک په مرسته، د داسو د برښنا بند له جوړولو سره مخالفت کړی و.
همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له نړېوال بانکه غوښتي چې، ترهغې چې افغان حکومت په دې هکله رضایت نه وي ښودلی، د یاد بند له جوړولو سره دې مرسته نه کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ویلي، چې د داسو د برښنا د بند جوړول به افغانستان ته زیان ورسوي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې د ډیورند له کرښې اخوا، د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د داسو د بند په جوړولو به شاوخوا اوه میلیارده ډالر ولګیږي او د پاکستان حکومت ویلي، چې تر دوه زره اوه دیرشم میلادي کال پورې به بشپړ شي.
ویل کېږي چې د داسو د برښنا بند د ۴۳۲۰ میګا واټه برښنا د تولید ظرفیت لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzk0j.yt0no6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته