دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 109107
محور ورځپاڼه: افغان خپرندویه ټولنې له سقوط سره مخ دي
دهېواد خپرندویه ټولنې خبرداری ورکوي، چې که دولت یې ملاتړ ونه کړي د کتابونو د چاپ او خپراوي بهیر به د اقتصادي ستونزو له وجې سقوط شي. له تېر یوه کال راهیسې د خپرندویه ټولنو کارونه په ټپه ولاړ دي.
دا وخت په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۰ خپرندویه ټولنې فعالیت لري. دوی د چاپ شویو کتابونو د پلور په بدل کې نور چاپوي، خو له ټاکنیزو جنجالونو راهیسې چاپ شوي کتابونه په ګودامونو کې وراسته شول.
((۷۵۰ عنوانه کتابونه همدا اوس په ګودامونو کې په ورستېدو دي. ۴۰۰ عنوانه بېلابېل ډوله کتابونه چاپ ته تیار دي، چې چاپ شوي کتابونه خرڅ نه شي نور په څه چاپ کړو. دولت دې له موږ هر عنوان کتاب سل دوه سوه ټوکه وپېري، څو خپرندویې ټولنې له سقوط وژغورل شي.)) اسد دانش
په کور دننه په شته شاوخوا ۲۰ خپرندویه ټولنو کې له ګوته په شمېر هغو پرته پاتې یې په غیر معیاري ډول کتابونه چاپوي، چې دې کار هم د معیاري خپرندویه ټولنو کارونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د محور خبریال د یو شمېر خپرندویه ټولنو له مسوولینو سره د مرکو په ترڅ کې معلومه کړې، چې دا مهال د خپرندویه ټولنو اقتصادي وضعیت سخت خراب دی او که دولت یې ملاتړ ونه کړي، سقوط کېدلای شي.
د امیري خپرندویه ټولنې مسوول محمد وسیم امیري وایي، همدا اوس یو لک او شپېته زره کتابونه په ګودامونو کې لرو، چې که تر څو میاشتو ونه پلورل شي د ورستېدو وېره یې شته: (( دولت باید سبسایډي، اوږدمهاله پورونه، کاغذ او ټکس کمولو له لارې له خپرندویه ټولنو سره مرسته وکړي. که حالت یو څو میاشتې نور هم همدغه ډول دوام وکړي موږ له سقوط سره مخ یو.))
ښاغلی امیري وایي، دولت دې سمدستي د هغو خپرندویه ټولنو مخه ونیسي، چې په غیر معیاري ډول کتابونه خپروي.
د نوموړي په وینا، غیر معیاري خپرندویه ټولنې د ګټې پر ځای زیان اړوي: ((په غلا کتابونه چاپوي، ناسم رقابت کوي، د پردي فرهنګ واردولو لوی عاملین دي او په ځینو برخو کې د دولت ضد اقداماتو لامل هم ګرځي.))
د مومند خپرندویې ټولنې مسوول نجیب الله مومند محور ته وویل، چې دا مهال د دوی په ګودامونو کې ۴۵۰ عنوانه کتابونه شته او له یو کال راهیسې د دوکان کرایه او د مزدورانو پیسې له جیبه ورکوي: ((پخوا مو په میاشت کې ۲۰ ټوکه بېلابېل ډوله کتابونه چاپول، خو له یو کال راهیسې ایله پنځه چاپ کړو. د مالیې په برخه کې هم دولت دوه ګونی چلند کوي، هغه خپرندویه ټولنې چې د هرات او کوټې له لارې کتابونه او قرطاسیه را واردوي د بوجۍ پرسر تر ۷۰۰ کلدارو مالیه ورکوي، خو د تورخم له لارې واردونکي باید ۱۱۰۰ کلدارې تحویل کړي.))
مومند خپرندویه ټولنه د افغانستان په ختیځ کې فعالیت کوي او دا مهال یې د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو کې تر ۸۵۰ عنوانه کتابونه چاپ کړي دي.
په ورته وخت کې د دانش خپرندویې ټولنې مسوول اسد دانش وړاندیز کوي، چې دولت دې له سقوط څخه د خپرندویه ټولنو د ژغورلو لپاره هر عنوان کتاب سل دوه سوه ټوکه وپېري او د وزارتونو کتابتونونو، د ولایتونو عامه کتابتونونو، معارف ریاستونو، اطلاعاتو فرهنګ ریاستونو او پوهنتونونو کتابتونونو ته دې ووېشي.
د ښاغلي دانش په وینا، پدې سره به له یوې خوا خپرندویه ټولنې له سقوط څخه وژغورل شي او له بل لوري به دولت په هېواد کې د کتاب لوستنې د فرهنګ ملاتړ کړی وي.
دانش خپرندویه ټولنې تر دې دمه د هېوادوالو لپاره تر ۲۵۰۰ عنوانه بېلابېل ډوله کتابونه چاپ کړي او په کابل سربېره په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې څانګې لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzn0f5yt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته