دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 139906
د حکمتیار او ارغندېوال په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ اختلافونه
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو لوړپوړي چارواکي په کابل کې د دغه ګوند د بېلابېلو څانګو موجودیت یې یو غیر مقعوله خبره وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا شان ادعاګانې او ګنګوسې د سیالیو له خوا طرحه کېږي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو لوړپوړي چارواکي پرون سې‎شنبې(د وري په ۸ مه)په کابل کې د دغه ګوند د بېلابېلو څانګو موجودیت یې یو غیر مقعوله خبره وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا شان ادعاګانې او ګنګوسې د سیالیو له خوا طرحه کېږي.
خو د افغانستان عدلیه وزارت وايي چې د عبدالهادي ارغندېوال په مشرۍ حزب اسلامي په رسمي توګه په دغه وزارت کې ثبت دی،په داسې حال کې چې د دغه ګوند یو واک لرونکی استازی وايي چې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ۵۰ کلن شهرت لري او فني مسایلو ته اړتیا نه‎لري.
له پخوا راهیسې د حزب اسلامي په نوم دوو ډلو فعالیت کاوه یوه د مولوي محمدیونس خالص او بله د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، په اوسني نظام کې حزب اسلامي په دوو څانګو کې فعالیت لري یوه د عبدالهادي ارغندېوال په مشرۍ چې تر ډېره سیاسي فعالیت لري او بله د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ چې پوځي فعالیت یې درلود.
خو د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي چې تر ډېره یې پوځي فعالیت درلود ګلبدین حکمتیار د نوموړي ګوند یوازینی مشر بولي.
د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي صلاحیت لرونکی استازی کریم امین وايي:«حزب اسلامي د ۵۰ کلونو له مخینې سره شهرت لري،حزب اسلامي تخنیکي مسایلو ته اړیتا نه‎لري ډاډ درکوم چې ګوند یو دی د امیر حکمتیار صاحب له یوازیني مشرتابه سره.»
اوس د حزب اسلامي د دغو دوو څانګو ترمنځ اختلافات رابرسېره شوي دي، په اوسني وخت کې یوازې یو حزب اسلامي په عدلیې وزارت کې ثبت دی.
د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور څرګنده کړه:«له موږ سره حزب اسلامي په رسمي بڼه ثبت دی او د فعالیت جواز لري.دغه حزب د عبدالهادي ارغندېوال په ریاست یو ځل په ۱۳۸۴ کې او بیا هم د ۱۰ زره غړو له لرو سره په وزارت کې ثبت شوی دی.»
که څه هم د ملي یووالي حکومت له حزب اسلامي سره د یوه سیاسي ګوند په توګه د سولې هوکړه لاسلیک کړې، عبدالهادي ارغندېوال وایي له ښاغلي حکمیتار سره به په دې اړه تفاهم وکړي.
د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندېوال وویل:«کله چې ښاغلی حکمتیار راغئ خوږ په دننه حزبي،هېوادونۍ او له هېواد څخه بهر مسایل لرو انشالله هوکړې ته به ورسېږو.»
افغان حکومت کابو شپږ میاشتې مخکې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، له هغې وروسته حکومت له دغه ګوند سره د سولې د هوکړه د اجرایي کېدو لپاره اته کمېټې جوړې کړې خو تراوسه دا هوکړه نه ده عملي شوې.
https://avapress.com/vdcdzn0f9yt0sn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته