دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 104003
په دانګام کې تراوسه ۴۱ سخت دریځي او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي

تاند- په کونړ کې امنیتي او ملکي چارواکي وايي چې له افغان او پاکستاني سخت دریځو سره د ملي امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو په روانه جګړه کې ۴۱ سخت دریځي او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
په دې نښتو کې، چې درې ورځې مخکې په دانګام ولسوالۍ کې پیل شوې، ۴۷ کورني او بهرني سخت دریځي او ۶ عسکر ټپیان شوي دي.
دانګام هغه ولسوالي ده چې پاکستان له تېرو ۳ کلونو راهیسي پرې د درنو وسلو حملې کولې خو اسلام اباد ته د ولسمشر غني له سفره وروسته یې بریدونه ودرول.
د افغانستان په ختیځ کې د سېلاب قول اردو ویندوی نورمان عاطفي وویل، پردې ولسوالۍ افغان طالبانو او د هغو بهرنیو ملاتړو وروسته له دې بریدونه پیل کړل چې د دانګام خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ.
عاطفي وايي چې لا هم جګړه روانه ده، وسله والو طالبانو د خلکو ۱۲ کورونه سوځولي دي.
د افغانستان ملي اردو سیمې ته نن کومکي ځواکونه ولېږل څو د سیمه ییزو ځواکونو او پاڅونوالو ملاتړ وکړي.
په تېرو دوو ورځو کې د ماینونو له کبله ملي پولیس سیمې ته په رسېدو کې ستونزې لرلې.
د سیمې اوسېدونکي او افغان امنیتي چارواکي وايي چې پر دانګام او اسمار ولسوالیو په حملو کې په سلګونو بهرني او کورني طالبان برخه لري. د دوی په وینا ټول د ډیورند کرښې له پوري غاړې څخه راغلي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzo0fsyt0zz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته