دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 113201
د دوهم ځل لپاره د غازي امان الله خان د روغتون د اعصابو د جراحۍ د برخې ډاکټرانو او متخصصینو وکولای شول چې د جراحۍ یو پیچلی عملیات په محمد رضا نومي ناروغ چې له ډېرې مودې راهیسې د کوچنيو مغزو (دماغ اصغر) په برخه کې د دانې له شتون رنځېده په بریالۍ توګه ترسره او شته دانه په بشپړ ډول وباسي.
نوموړی ددغه دانې د شتون له امله د سترګو د لید له کموالي،د وجود د توازن د نه ساتلو،سرخوږي،ګنګسوالی او زړه بدوالي سره مخ وو ددغه عملیاتو په ترسره کېدو د یاد ناروغ ستونزه حل او اوس یې روغتیايي اکر د قناعت وړ دی.
د شاه امان الله خان غازي روغتون ته د ملي امنیت لوی ریاست د مشرتابه تل پاتې پاملرنه او ددغه روغتون د مسلکي او باتجربه ډاکټرانو هڅې ددې لامل شوې چې د سیمې په کچه دغه ډول پام وړ طبي بریاوې ترلاسه شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzs0ffyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته