دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 153405
افغان او بهرني ځواکونه د مخدراتو د تولید مرکزونه له منځه وړي

افغان حکومت وايي، د قاطع ملاتړ ماموریت به ملتیا یې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید مرکزونو د له منځه وړلو عملیات پیل کړي دي.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې دغه عملیات تیره شپه د افغانستان له جنوبي ولایت هلمند څخه پیل شوي، چې په ترڅ کې یې د هیروئینو د تولید اته عمده مرکزونه په نښه او له منځه تللي دي.

په دغو عملیاتو کې زیات پام د هلمند ولایت په سنګین، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې د مخدراتو د تولید مرکزونو له منځه وړلو ته اړول شوی دی.

په بیان کې راغلي "د افغانستان حکومت په ډاګه کوي، چې اوسنۍ جګړه د نشه یي توکو جنګ او د طالبانو او نورو تروریستي ډلو د تمویل اساسي سرچینه بلل کېږي او تروریستان له دې څخه په استفادې فعالیت کوي، خو د نشه یي توکو د نابودۍ کمپاین د افغانستان حکومت له ستراتیژیکو اهدافو څخه دی".

افغان حکومت ټینګار کړی، چې د مخدره موادو د پروسس سرچینو په نښه کولو لپاره جدي تصمیم او تدابیر نیول شوي، ترڅو په افغانستان کې د مخدراتو د پروسس او سوداګرۍ ټول مرکزونه او سرچینې له منځه یوړل شي.

افغان حکومت مخدره مواد د جګړې او تروریزم د تمویل له عمده سرچینو څخه بللی او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې سوله او ثبات له جرمي اقتصاد، د مخدراتو تولیدد، پروسس او قاچاق سره جدي مبارزې ته اړتیا لري.

دغه راز د ارګ په بیان کې ویل شوي، چې مخدره موادو په میلیونونه انسانان زیانمن کړی او زیات شمېر کورنۍ او افغان ځوانان د دغې پدیدې له امله د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzs0fkyt0ko6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته