دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 102807
د پاکستان صدراعظم نوازشریف له ولسمشر غني سره د پکتیکا د برید په خاطر غمرازي وکړه

تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف د دوشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټېلفون وکړ او له هغه سره یې د پکتیکا د وحشیانه تروریستي برید په خاطر، چې ۵۷ تنه پکې ووژل شول، ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړه.
تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم نوازشریف او ولسمشر ممنون حسین په جلا جلا پیغامونو کې د پکتیکا د یحیاخېلو تروریستي انتحاري برید غندلی و.
دا په داسي حال کې ده چې یو شمېر افغانانو یو ځل بیا د پکتیکا په حمله کې د پاکستان پوخ او استخباراتو ته د انتقاد ګوته نیولې ده.
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ځینو غړیو یو وار بیا ویلي چې حکومت دې د پاکستان په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي او اعلان دې وکړي چې پاکستان دوست که دښمن هیواد دی.
دا په داسي حال کې ده چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ټول افغان سیاستوال وايي چې د پاکستان حکومت له زړه غواړي چې له تروریزم سره مبارزه وکړي خو د دغه هیواد پوځ او استخبارات لا هم د ستراتیژیک عمق او د تروریزم له لارې په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې دي.
په همدې حال کې ځیني کتونکي وايي چې ممکن د سخت دریځو له لوري د انتحاري بریدونو د زیاتېدا علت دا وي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې باوري زیاته شي او د ترهګرۍ پر ضد د دواړو هیوادونو همکاري، چې په وروستیو کې پرې دواړو خواوو موافقه کړې ده، یو وار بیا له خنډ سره مخامخ کړي.
په راتلونکو څو اوونیو کې به ښکاره شي چې پاکستان ایا له زړه غواړي چې د ترهګرو ملاتړ پای ته رسوي او که یې په دې برخه کې له ولسمشر غني سره کړې ژمنې موقتي او له امریکا څخه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzx0f5yt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته