دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 100502
هر کال نژدې ۲۵ زره افغانان لږترلږه په یوه سترګه ړندېږي
تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې هر کال شاوخوا ۲۵ زره افغانان لږترلږه په یوه سترګه ړندېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن /چهارشنبه/ د سترګو د نړیوالې ورځې په مناسبت دا هم وویل چې هر کال د افغانستان د ټول نفوس نژدې یو نیم فیصد د سترګو د نظر له ستونزو سره مخامخ کېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا مرستیال وزیرې ناجیې طارق ترخم او دغه راز د ویټامین اې کموالی په افغانانو کې د سترګو د نظر د ستونزې او پرده او ټپونه د ړندوالي لوی عوامل وبلل.
دې د سترګو له ناروغانو وغوښتل چې په خپل سر د سترګو درمل اسعمال نه کړي او هغه طبي عینکې په سترګو کړي چې ډاکترانو ورته تجویز کړي وي.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت په وینا په دې هیواد کې د سترګو په سلو کې ۹۰ ناروغۍ د کنټرول او درملنې وړ دي.
د څېړنو له مخې نابینايي تر نارینه وو په ښځو کې زیاته عامه ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzz0fxyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته