بهرنيو ځانګړيو ځواکونو په کندزکې له طالبانو سره په پلي جګړه کې برخه واخیسته. تردې مخکې یې د سې شنبې په ورځ نړېوالو ځواکونو د کندز د دورې لور ته د طالبانو پر مورچلو هوایي بریدونه وکړل، خو دا لومړی ځل دی چې له افغانستانه د نړېوالو محاربو ځواکونو تر وتلو وروسته نړیوالو پلیو ځواکونو او طالبانو پر یوه بل ډزې کړې دي.
له کندزه له جبهې یوه افغان عسکرچې د نوم له اخیستو ډډه کوله ازادي راډيو ته وویل چې دوی هیلمن دي چې په لنډ وخت کې به د کندز ښار تصفیه کړي:
((بهرني مرین ځواکونه له موږسره یوځای دي. زموږ ځواکونو د کندز تصفیه کول پيل کړي دي، ان شاء اله تر یو ساعت پورې د کندز امنیت ښه کیږي.))
رویټرزاژانس خبر ورکوي چې طالبانو په هغو لارو کې چې پرښار سپرې دي ماینونه ایښي دي.
رویټرز اژانس د کندز په ښار کې د ځیني خلکو په وینا خبر ورکوي چې د افغان دولت مخالفو وسله والو په لارو کې کانتینرونه هم ایښي دي څو د تک راتګ مخه ونیول شي.
د افغانستان د دفاع وزارت د اپوراسیون رییس جنرال افضل امان ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو روحیات کمزوري شوي دي:
((دښمن په واقعت کې ډير بې موراله دی او موږ تر بل هر وخت ډیر ښه چمتو شوي یوو. د دښمن تحرکات په دې سیمو کې ډير کمزوري دي او هیلمن یوو چې په کندز کې هرڅومره چې ژر کیدای شي وضعیت تغییر وکړي.))
د افغانستان ولسمشراشرف غني د کندز د ښار د تصفیه کیدو د عملیاتو تر پیل مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې تیره شپه په کندز کې د مځکنیو ځواکونو له قوماندان او د لوی درستیز له مرستیال جنرال مراد علي مراد او د ۲۰۹ شاهین قول اردو له قوماندان تورن جنرال عبدالحیمد سره خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د کندز د تصفیه کیدو د عملیاتو پر مهال ملکیانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
کندز د یوه ولایت لومړی مرکز دی چې له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا چې د طالبانو رژیم نسکوره شوی دی، د دوی ځواکونو نیولی دی.
د کندز هوایي ډګر ته له نژدې سیمو او دورې څخه یو شمیر ښاریان د خان اباد بندر لور ته تښتیدلي دي، ځیني هم بیا د چهادرې له لارې په تیرو دریو ورځو کې د بلخ خوا ته تللي دي. یو شمیر هم ګاونډي تخار ته کوچیدلي دي. د ښار دوکانونه بند دي، برق نه شته او خوراکي مواد په سختي پیدا کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)