دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 107902
مستغني: ۱۱ افغان سفیران له دندو نه دي لیرې شوي، بلکې تقاعد شوي
دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په بهرنیو هېوادونو کې یوولس افغان سفیران له دندو نه دي لیرې شوي، بلکې د قانوني سن د پوره کېدو له امله تقاعد شوي دي.
د دې وزارت ویاند احمد شکېب مستغني وایي چې د دې سفیرانو سنونه پنځه شپیتو کلونو ته رسیدلي وو او نور یې د کارکولو حق نه درلود.
که څه هم پخوا داسې راپورنه خپاره شوي وو، چې په بهرنیو هېوادونو کې یوولس افغان سفیران له دندو لیرې شوي، خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا کسان تقاعد شوي دي.
د دې وزارت ویاند احمد شکېب مستغني د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، چې د دې ډیپلوماتانو د خدمت څلویښت کلونه پوره شوي او عمرونه یې پنځه شپیتو کلونو ته رسیدلي وو:
″په دې وروستیو کې چې کوم راپورونه خپاره شوي پوره دقت نه لري، داسې ویل شوي چې ګواکې له هېواده بهر د افغانستان یوولس سفیران له دندو لیرې شوي دي، چې داسې نه ده، دا شمېرمحترم سفیران د کار قانون د حکم له مخې د دوی د څلویښتو کلونو خدمت پوره شوي وه او سنونه یې ۶۵ کلونو ته رسیدلي وو او پخوا تقاعد ته برابر شوي وو.″
ښاغلي مستغني وویل چې په دې وروستیوکې څلورویشت افغان ډیپلومان تقاعد شول چې یوولس تنه په کې سفیران وو.
په دې کسانوکې چې د بهرنیو چارو وزارت په وینا تقاعد شوي په روسیه کې افغان سفیرعزیزالله کرزی، په چېک جمهوریت کې افغان سفیرضیاوالدین مجددي، په متحده عربي اماراتو کې افغان سفیرنجیب الله مجددي، په بریتانیا کې افغان سفیرمحمد داود یار، په ژینو کې افغان سفیر ننګیالی طرزي، په ایټالیا کې افغان سفیرنظام الدین ضیا په یونسکو کې افغان سفیرمحمد قاسم فضلي او یو شمېر نور سفیران شامل دي.
له دې مخکې ویل شوي وو چې دغه کسان د لازمو معیارونو د نه لرلو له امله له دندولري شوي دي.
په همدې حال کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د بهرنیو چارو وزارت زیات شمېرکارکوونکې د لوړ رتبه چارواکو او سیاسي شخصیتونو خپلوان دي.
په دې وروستیو کې د ځينو رسنیو په راپورونو کې راغلي چې دا وزارت د دغو چارواکو د خپلوانو او اولادونو په انحصار کې دی او د معیارونو په نظر کې نه نیولو سره په کلیدي پوستونو او د افغانستان په سفارتونو کې مقرر شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مني چې د دغه وزارت یو شمېرکارکوونکې د چارواکو او متنفذینو خپلوان دي خو وايي چې د دې وزارت ټول کارکوونکي د معیارونو او وړتیا له مخې په دندو ګمارل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند احمدشکېب مستغني وویل، په هیڅ قانون کې نه دي راغلي چې د چارواکو او سیاسي شخصیتونو خپلوان دي په بهرنیو چارو وزارت کې له کارکولو محروم وي.:
″داسې نه ده چې د بهرنیو چارو وزارت ټول ۱۴ سوه کارکوونکي دي د چارواکو او سیاسي متنفذینو خپلوان وي.
البته که چېرې په دوی کې یو شمېر یې د چارواکو یا سیاسي متنفذینو خپلوان وي دا شمېرکسان د مقررۍ پراساس د بهرنیو چارو وزارت د اړتیاوو له مخې پخوا په دندو ګمارل شوي دي.″
د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې د وړتیا په نظر کې نیولو سره به جدي ګامونه پورته کړي.
په تېرو کلونو کې څو وارې د افغانستان د ځینو ډیپلوماتانو او سفیرانو ترمنځ د لفظي شخړو او فزیکې رخوردونو راپورونه خپاره شوي دي.
یو شمېر څیړونکې وايي چې په دې وزارت کې د دا ډول ستونزو د موجودیت لامل په دې وزارت کې د مقرریو پر مهال د وړتیا په نظر کې نه نیول دي.
دوی کاراهل د کارته په سپارلو، له سیاسي نمایندګیو څخه د دوامدارې څارنې لپاره د یوه ګټور میکانیزم جوړولو او د ظرفیتونو په لوړولو ټینګار کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdce7f8zwjh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته