دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 109108
نیوزیلنډ او استرالیا نن په پایلوبه کې مخامخ دي
تاند- استرالیا او نیوزیلنډ نن د کرکټ د نړیوال جام په پایلوبه کې سره مخامخ کېږي. دا دواړه لوبډلې په هغه ګروپ کې وې چې افغانستان هم پکې و.
اټکل کېږي چې د دې مسابقې د لیدلو لپاره، چې د استرالیا په مبلرن کې کېږي، شاوخوا ۹۰ زره نندارچیان لوبغالي ته لاړ شي او په ملیونونو تنه نور یې د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې له تلویزیونونو څخه وویني.
استرالیا او نیوزیلنډ د ۲۰۱۵ کال د کرکټ په نړیوال جام کې د شپږو اوونیو له سیالیو او د ۱۴ ټیمونو له ماتې وروسته پایلوبې ته ووتل.
په دې مسابقو کې نیوزیلنډ د استرالیا په شمول ۸ مسابقې ګټلې دي.
دا د نیوزلنډ لپاره لومړنی ځل دی د کرکټ د یو ورځنیو مسابقو په نړیوال جام کې پایلوبې ته رسېږي. خو د استرالیا لپاره دا پنځم وار دی چې د پنځوس اورونو د کرکټ د نړیوال جام په پایلوبه کې برخه اخلي.
استرالیا په یو ورځنیو مسابقو کې په نړۍ کې لومړی مقام لري او هڅه کوي چې د پنځم ځل لپاره د دې جام اتلولي خپله کړي.
له بلې خوا څرنګه چې مسابقه په استرالیا کې کېږي د استرالیايي لوبغاړو د بري چانس زیات لیدل کېږي.
د استرالیا د لوبډلې کیپتان مایکل کلارک پرون وویل چې د نیوزیلنډ پر خلاف مسابقه به د ده وروستۍ لوبه وي.
کلارک غواړي چې نور یوازې په پنځه ورځینیو مسابقو کې ولوبېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdce7o8zvjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته