د
افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی :
دغه ځوان وايي چې د هسپانیا د پولي تکنیک یو پوهنتون د هغه د یوې څېړنې په وړاندې چې«مصنوعي هوښ»نومېږي،هغه ته بورس وکړی ترڅو خپلې زدهکړې د ډوګټورا تر کچې پیل کړي.
ښاغلی دیدار وايي:«د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د مایکروسافت کمپنۍ لهخوا له ازموینې څخه وروسته د MCITP لقب یې ترلاسه کړ هم دارنګه د اوراکل کمپنۍ لهخوا،له درې ازموینو څخه وروسته هغه ته د«ډېټابیس پروفشنل»لقب ورکړل شو. او د لیسنانس په دوره کې وتوانېدم چې د همدرد په پوهنتون کې د نړۍ د ۳۷ هېوادونو د زدهکړیالانو په منځ کې د لوړو نمرو په اخیستو سره د هند د لومړي وزیر د مرستیال له خوا د سرو زرو مډال ترلاسه کړم.»
ښاغلي دیدار کمپیوټر په څانګه او همدارنګه د سافټویر مهندسۍ په برخه کې زده کړې کړي دي؛د ماسټرۍ په لړ کې د هند په یوه پوهنتون کې په تدریس هم بوخت وه.ټاکل شوې ده چې هغه تر راتلونکو څو ورځو د دکترا دورې د پیل لپاره هسپانیا ته ولاړ شي.
د حکومت له بې پروايۍ څخه نیوکې
د پوهنتون یو شمېر استادان حکومت د لایقو ځوانانو په نه ملاتړ تورنوي.
د پوهنتون استاد محمد نعیم عظیمي وايي:«موږ په هېواد کې ډېر کدرونه لرو چې ورځ په ورځ په افغانستان کې کدرونه سرونه راپورته کوي؛خو له بده مرغه چې په هېواد کې د هغوی د ساتنې لپاره ستونزې مو لرلې دي.»
د پوهنتونونو د استادانو په وینا په هېواد کې بېشمېره استعدادونه شته،خو د ادارو د بې پروایۍ او د حکومت له خوا د نه ملاتړ له امله،هېواد یې پرېښی دی.هغوی وايي چې په ځينو حالاتو کې له استعداد لرونکو ځوانانو څخه د ابزارو په توګه کار اخیستل کېږي.