دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 146008
پاکستان لخوا د افغانستان او امریکا د ادعاګانو ردول

پاکستان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د امریکا او افغانستان دولت هغه ادعاوې ردوي چې ګنې اسلام آباد د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې لازمه هڅه نده کړي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د پاکستان د ملي امنیت کمیټې په هغه راپور کې چې د یاد هیواد رسنیو خپور کړی هغه وروستی څرګندوني چې په لوړه کچه کې د امریکا او د افغانستان دولت لخوا د ترهګرۍ پر ضد جګړه او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستو په اړه مطرح شوې بې بنسټه بللي او ردوي یې. له دې سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا ویلي چې د حقاني شبکه د پاکستان په خاوره کې فعالیت نلري او دغه شبکه خپل ټول فعالیتونه د افغانستان له خاورې طرح او ترسره کوي.

دا په داسي حال کې ده چې کابل او اسلام اباد ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي له سفر وروسته هوکړه شوې چې افغانستان او پاکستان به یو پر بل د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه د کره استخباراتي معلوماتو پرمټ سپینوي او ګډه همکاري به کوي.

موده مخکې کابل له اسلام اباد سره څلور اړخیزې ناستې کړي خو ډیرې اغیزمنې نه بریښېدې او کومه پایله یې هم نه درلودله.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7p8zvjh8e7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته