دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 146701
که افغانستان مستقل دی، دا لاسوهنی ولی؟!
په دا ورځو کی په اخبارو کی د ښاغلی دوستم راتلل د ترکیی څخه و افغانستان او د هغه راتللو څخه احتمالی ممانعت د حکومت او غربی ملاتړ کوونکو له لوری، د خبرونو په سر کی قرار نیولی دی. د جنرال دوستم په اړه قضیه د هغه ځایه شروع کیږی چی ښاغلی دوستم د مسلخ مخالفانو د ټکولو لپاره د ولسمشر په امر د هیواد شمالی سیمو ته د دشمن د پرمختګ درولو لپاره ځی او په لنډ وخت کی سیمه د طالبانو څخه پاکوی او په همدی وخت کی چی د جنرال دوستم ځواکونه د طالبانو ټکولو باندی مصروفیږی، د جنرال دوستم سیاسی رقیبان د خپل غربی مشاورانو سره چی د دولت په بدنه کی دی د هغه په وړاندی توطئو باندی اقدام کوی. د ځینو پوهانو په باور حتی هغه کمین چی دوستم لپاره نیول سوی وو او په لاره کی د جنرال دوستم د ټپی کیدو لامل سو هم یو طراحی سوی توطئه وو د دوستم د داخلی رقیبانو له لوری او ځینو پوهان هم په دی باور دی چی د جنرال دوستم استول و شمالی سیمو ته هم خپله یو توطئه وو چی دا خدمت کوونکی دام ته واچوی او هغه د مقام څخه هیڅته کړی؛ ځکه چی ددی پوهانو په باور دوستم نور د سپین ماڼۍ سرانو او اروپایی متحدانو لپاره لکه آلمان او ...، یو کارآمده او ګټه لرونکی مهره نه دی او د هغه او روسیی او نږدی مجاهدینو سره نږدی اړیکو لپاره، اړتیا سته چی د لاری څخه ګوښه سی. د جنرال پّ وړاندی توطئه همداسی ادامه پیدا کوی ترڅو چی دی جنرال باندی د جنسی تیری تور وهل کیږی چی ګویا پر احمد ایشچی باندی یی جنسی تیری کړی وی! ددی خبری دروغ معلومیدلو سربیره د ښاغلی دوستم سیاسی رقیبان او البته د امریکایانو په تحریک سره، ددی خبری لمن ونیوله او هغه خبره اوږده کړل؛ تر څو جنرال په تور لګولو سره صحنی څخه هیڅته کړی او هغه ترکیی ته تبعید لپاره راضی سی او په دی ترتیب د هغه رقیبان او د جنرال خارجی دشمنان هم خپل مقصد ته ورسیږی. جنرال او د هغه مشاوران په ترکیه کی بیکاره هم نه کښینی او یو دری اړخیزه ائتلاف جوړولو سره د حکومت او خارجی ملاتړ کوونکی خشم او غوصه راپورته کړ؛ هغه څه چی حکومت او امریکایی او اروپایی ملاتړ کوونکی حتی فکر یی نه کوله چی دوستم خپل جهاد پخوانی متحدانو سره یوځای سی او یو داسی لوی خنډ ورته جوړ کړی. بنا پردی، طبیعی خبره ده چی په ارګ ماڼۍ کی د دوستم رقیبان او امریکایی او اروپایی همفکران لاس په کار سی او لازم غبرګون وښیی او پرینږدی چی د جنرال دوستم الوتکه مزارشریف هوایی ډګر کی د کښینستلو لپآره اجازه ورنه کړی او همدا خبره د ارګ او خارجی ملاتړ کوونکو په وړاندی یو جنجالی خبر باندی بدل سو. مولوی عبدالله قرلق؛ د مشرانو جرګی غړۍ او همدارنګه د ملی جنبش ګوند رهبری شورا غړۍ، په دی برخه کی وایی: ځینی هیوادونه او حلقات، پردوستم او ریاست جمهوری لمړۍ معاون باندی فشار واردوی تر څو ترکیه کی پاته سی او افغانستان ته بیرته رانه سی. دا هیواد او حلقی د افغانستان ژغورنی لپاره ائتلاف موجودیت اعلان مخنیوی لپاره غواړی چی دوستم د ترکیی څخه افغانستان افغانستان ته وارد نه سی. همدارنګه فضل هادی مسلمیار؛ د مشرانو جرګی مشر، باور لری چی جنرال دوستم د هیڅ محکمی له لوری نه دی محکوم سوی او هیڅ څوک حق نه لری د هغه هیواد ته بیرته راتللو مخنیوی وکړی. لکه څنګه چی د نمایندګانو مجلس مشر عبدالرئوف ابراهیمی هم ویلی دی چی د ولسمشر لمړۍ معاون تراوسه د هیڅ محکمی له لوری محکوم نه دی پیژندل سوی، د هغه مخنیوی هیواد ته بیرته راتللو لپاره غیری قانونی دی او بادی بل ځل تکرار نه سی. په همدی حال کی وحید مژده د سیاسی مسائلو پوهه هم باور لری چی افغانستان د خارجیانو اشغال کی قرار لری، تصمیم خارجیان نیسی چی څوک په دی هیواد کی پاته سی او څوک پاته نه سی، هغه خبری چی د ښاغلی دوستم نږدی کسان وایی ټوله صحیح دی. بهرنۍ لاس وهنی شتون لری بیله شکه. د جنرال دوستم قضیی ترشا د امریکا لاس سخت کار کوی، هغوی غوښتله چی جنرال دوستم کابل ته راسی او په هوایی ډګر کی ښاغلی دوستم ونیسی او محکمه کړی. یواځی ښاغلی دوستم نه دی بلکه نورو کسانو پرسر به هم د جنرال دوستم حالات راسی، د امریکا لپاره نور ددوی د مصرف تاریخ خلاص سوی دی. د ښاغلی دوستم اړیکی د روسانو سره ددی لامل سوی دی چی د دوستم په قضیه کی امریکا لاس وهنه وکړی، همدارنګه امریکا غواړی چی هغه کسان چی پخوا د روسانو سره نیکی اړیکی درلودی د صحنی څخه لیری کړی. په هر حال، افغانستان او هغه شخصیتونه چی په دی اخیرو کلونو کی د ځان څخه ښه څیری پرځای ایښی دی، د خطرناکو توطئو لاندی قرار نیولی دی چی ددی دسیسو اصلی سکانداران یی هم په دی هیواد کی خارجی مشاوران دی او اړتیا سته چی ټوله د ځان او خپل همفکرانو په فکر کی واوسی.
https://avapress.com/vdce7p8zzjh8efi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته