چارواکي ویلی دي، پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په رېنجر موټر چاودنه شوې، چې متاسفانه له امله یې یو نفر ټپي شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخې، دغه چاودنه نن اورځ د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د ملي ښارګوټي په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال فريدون عبيدي رسنیوته وویل، چاودنه د ملي اردو موټر پورې د نښلول شوي مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې.