دغه کسان چي شمېر يې سلګونو ته رسيږي د شنبې په ورځ يي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره وليدل او خپل شکايت يي ورته وړاندي کړ.
دغه کسان چي شمېر يې سلګونو ته رسيږي د شنبې په ورځ يي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره وليدل او خپل شکايت يي ورته وړاندي کړ.
د نيمروز ولايت څخه راغلو هيواد والو غوښتنه داوه چي دوی په قانوني ډول غواړي ايران ته سفر وکړي ، هلته کاروبار او دوستان لري او ځيني هم د ناروغۍ د اعلاج لپاره ځي خو په کندهار کي د ايران قنسلګري يي ويزه ځنډوي او حتا د نوټ د لست څخه هم ايستل کيږي.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي د نيمروز ولايت څخه د راغلو شکايت کوونکو د استازو سره په ليدنه کي د نوموړو شکايت کوونکو ستونزي واورېدې او ورته يي ډاډ ورکړ چي دغه مسئله به د ډيپليماټيکو اصولو په چوکاټ کي وڅېړي او د موضوع د حل لار به ورته ولټوي.