دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 101403
دولت به دخصوصي سکټور همکار وي دافغانستان جمهور رییس محمداشرف غني دچین او افغانستان دسوداګرو او پانګوالو د ټولنې په غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې چې پرون له غرمې مخکې د جمهور رییس د ملګري پلاوي او د افغان اوچین د سوداګرو او پانګوالو په ګډون د بیجینګ په ښارکې جوړه شوه، د افغانستان جمهور رییس وویل، زه ډاډه یم چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د خونو ترمنځ اړیکې به د سوداګریزو او صنعتي اړیکو په پراختیا کې ګټورې تمامې شي.
جمهور رییس غني وویل: زموږ موخه داده چې افغانستان په یو صادرونکي هېواد بدل کړو او غواړو چې د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ یو داسې تړون رامنځته کړو چې د باور او دوامدار تعامل پر بنسټ ولاړ وي.
محمد اشرف غني په چین کې د افغان سوداګرو د ستونزو حل ته په پاملرنې سره وویل چې د چین له صدراعظم سره په کتنه کې یې د ویزې د ستونزې د حل او افغان سوداګرو ته د ښې کاري فضا د رامنځته کولو موضوع یې مطرح کړې ده.
جمهور رییس غني ټینګار وکړ: هر هغه څوک چې وغواړي په افغانستان کې په غیر قانوني ډول سوداګري وکړي، د فعالیت جواز به ترې واخیستل شي. ده همدا راز زیاته کړه چې د غیر قانوني وارداتو وخت تیر شوی دی.
جمهور رییس زیاته کړه: موږ غواړو چې د افغانستان اوسني حالت ته بدلون ورکړو یعنې د ورېښمو لاره بیا جوړه او افغانستان د جنوبي او منځنۍ آسیا د اتصال په مرکز بدل کړو.
محمد اشرف غني په دې باندې په ټینګار سره چې یوازې سیالي کافي نه ده، باید د صادراتو ستراتیژي جوړه شي، وویل: دولت به د خصوصي سکټور همکار وي او د هېواد د سوداګرو پر ستونزو به په عملي ډول کار کوي. ده وویل چې د افغانستان دروازې د سوداګرۍ او پانګې اچونې لپاره خلاصې دي.
ده ډاډ څرګند کړ چې خصوصي سکټور به په دولت کې پر فساد ککړو مامورینو ته له دې وروسته پیسې نه ورکوي او د هېواد په عدلي او قضایي سیستم کې رامنځته کېدونکي اصلاحات به دوی ته دغه زمینه برابره کړي.
په دې غونډه کې د چین د سوداګرو او صنعتکارانو د فدراسیون رییس وانګ کنمن هم خبرې وکړې او د افغانستان او چین د سوداګرو او پانګوالو د ټولنې د جوړیدو په باب یې معلومات ورکړل.
همدا راز په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ د خونې مرستیال خان جان الکوزي، د سوداګرۍ د خونې عامل رییس عتیق الله نصرت  او د بهیر د مطبعې رییس شیرباز کمین زاده د افغانستان او چین ترمنځ  د سوداګریزو او صنعتي اړیکو د پراختیا لپاره د موجودو ښو فرصتونو په باب خبرې وکړې .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdce7z8zxjh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته