دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 110647
د ننګرهار ملي امنيت موظفینو په دې ولايت کې دپنځو لویو موټر بم چاودنو مخنیوی وکړ

همدې ادارې موظفینو ديوې پلټنې پرمهال په ذکرشوو چاودنو کې په لویه پیمانه استعمالیدونکي چاودیدونکي توکي او دوه تنه عاملين نیولي دي .
ننګرهار ولايت مقام ته ددې ولايت دملي امنیت ادارې له لورې د ورکړل شوو معلوماتو له مخې دملي امنيت موظفینو دیکشنبې په ورځ د جلال اباد – تورخم لويې لارې په اوږدو کې دبهسودو ولسوالۍ دثمرخېلو په سیمه کې په څوارلس بوريو کې ځاي پرځاي شوي ۷۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي نيولي دي .
د معلوماتو له مخې دغه چاودیدونکي توکي په يو سراچه ډوله موټر کې نيول شوي ، چې په لس بوریو کې ۵۰۰ کیلوګرامه پوتاشیم کلوراید ، څلور بوريو کې ۲۰۰ کیلوګرامه واټر جېل ، ۱۲ عدده کنډک سر ، ۳ عدده ریموټ کنترول ، پنځه سوه متره انفجاریه فلیته ، دوسله والومخالفینو لخوا استعمالیدونکي ۳۱ کتابچې او ۵۰ عدده کپسولونه پکي شامل دي .
دننګرهار دملي امنیت راپورونو له مخې ددې چاودیدونکو توکو سره دوه تنه هم نيول شوي ، چې اوس مهال په یاد ریاست کې ترپلټنو لاندې دی.
نیول شوي چاودیدونکي توکي له نیول کېدو وروسته د ننګرهار ملي امنیت ریاست دتخنیکي او مسلکي ټيم له لورې خنثی شوي دي .
د امنيتي ځواکونو دځانګړو او مسلکي کدرونو معلوماتو له مخې نيول شوي چاودیدونکي توکي ، پنځو لویو موټر بم چاودونو ته چمتو شوي وو ، چې موخې ته له رسیدو وړاندې دملي امنيت موظفینو له لورې ونيول شول او پدې سره د سلګونه تنه بې ګناه وګړو دمرګ ژوبلې مخنیوی وشو.
د یادونې وړ ده دننګرهار ملي امنيت موظفینو په تېره اوونۍ کې هم شپږتنه ځان مرګي برید کوونکي هم موخې ته له رسیدو وړاندې نيولي وو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcee78zfjh8zpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته