دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 134047
پاکستان په تور لیست کی!
د پاکستان موضوع چی باید د تروریسم د ملاتړو په تور لیست کی اضافه سی ډیر وخت راهیسی  په دیپلماتیک او سیاسی محافلو کی مطرح کیږی.

ډیر هیوادونه په دی باور دی چی د پاکستان اوسنی دولت د تروریستانو څخه د یو وسیلی په توګه په خپل سیاسی او خارجی چارو کی او بالخصوص د خپلو ګاونډیانو په وړاندی استفاده کوی. 
د تروریستی ډلو څخه استفاده د یو وسیلی په توګه او د تروریست څخه استفاه کول په ګاونډی هیوادو کی د خالت وسیلی پواسطه، تقریبآ دری لسیزه دی چی د پاکستان د خارجی سیاست په دکترین کی قرار نیولی دی. پاکستان ددی وروسته چی افغانستان د شوروی پواسطه اشغال سو په افغانستان کی د مبارزاتی ډلو د تقویت او تشکیل لپاره ګام واخیستی او دهغه وخت څخه خپل سیاسی نفوذ پر ډیرو جهادی ډلو باندی تحمیل کړ. 
په کابل کی د هغه رژیم د ماتی وروسته چی د روسانو په واسطه رامنځته سوی دی او د مجاهدینو د موقت دولت استقرار په افغانستان کی، د پاکستان هغه وخت دولت په تبانی کی امریکایانو ته نږدی، د مجاهدینو د دولت د ضعیف کولو په هدف په عمومی توګه د افغانستان دولت کمزوری کول د هر ډول ترقی او پیشرفت له لحاظه، او د ټولو څخه مهم په افغانستان کی دیو مستحکمه دینی نظام د رامنځته کیدو څخه مخنیوی، او د جهادی رهبرانو په منځ کی د مشکلاتو په استفادی سره، د طالبانو تروریستی ډله رامنځته کړ او د مجاهدینو د دولت په وړاندی افغانستان ته داخل کړ. 
د طالبانو څخه بغیره چی تقریبآ لویه کتله جوړوله او د پاکستانیانو لخوا رهبری کیدی، نور ډلی لکه القاعده، حقانی شبکه، د صحابی ډله او د طیبی ډله او نور کوچنی ډلی د ځینو عربی هیوادو پواسطه په افغانستان کی یی فعالیتونه شروع شول چی هر یو مستقیم او یا غیری مستقیم د پاکستان په دولت او استخباراتو پوری مربوطیدی. 
په دا ټولو کلونو کی بالخصوص د طالبانو د رژیم د ماتی وروسته په افغانستان کی، پاکستان دیو دخالت ګر ګاونډی په شان په افغانستان کی ظاهر سو او د مسلح شورشیانو سره په سیاسی، اقتصادی او نظامی مرستو کی فعال پاته سوی دی؛ په داسی حال کی چی افغانستان څو ځلی ددی ګاونډی دخالتونه نړی ته ویلی دی او ددی غوښتونکی سوی دی چی دا هیواد زموږ په هیواد کی دخالت ونه کړی. 
او دا په داسی شرایطو کی دی چی امریکا ددا درو لسیزو په وخت سره علاوه پر دی چی د پاکستان د حملو او شرارطونو څخه خبر وو او په دا باندی هم خبروو چی په اسلام آباد پوری تړلی عواملو په واسطه په زرهاوو افغانان وژل کیږی، خو هر وخت د پاکستان طرفداری یی کړی دی او د افغانستان دولت او ملت خبرو ته ارزش نه دی ورکړی او دا ناخبری د پاکستان د ستمونو څخه د افغانستان په وړاندی په داسی حال کی وو او دی چی د امریکا متحده ایالات او د ناتو نور غړی د افغانستان دولت سره نظامی تړون کړی دی؛ چی ددی تړون اصلی بند داوو چی د افغانستان څخه به د هر ډول تیری په وړاندی دفاع کوی!. 
په هر حال کی، تر اوسه پوری تقریبآ ۱۶ کاله د امریکایی ځواکونو او د هغه شرکاوو د حضور څخه په افغانستان کی تیریږی، امریکا او ناتو تر اوسه کوم موثره کار د افغانستان ملت لپاره نه دی ترسره کړی خو په دا شپو او ورځو کی د امریکا په ریاست جمهوری کی د ښاغلی ترامپ په بریالی کیدو سره ځینی خبرونه تر غوږو کیږی چی د امریکا هیواد دا تصمیم لری چی د پاکستان هیواد د تروریسم د ملاتړو په لیست کی واچوی. 
شالاب کومار، د دونالد ترامپ د مشورتی شورا مهم او هندالاصل غړی ویلی دی چی د امریکا انتخاب سوی رییس جمهور، د کانګرس طرحه د پاکستان په اړه چی د تروریسم د ملاتړو په لیست کی اضافه سی قبول به کړی. 
دا غړی د هند د اکانومیک تایمز ورځپاڼه ته ویلی دی: یو دهغه مهمو ګامو څخه چی د ښاغلی ترامپ څخه انتظار کیږی دادی چی د کانګرس د طرحی توشیح کول په امریکا کی دی چی پاکستان د تروریسم د حامی په نامه اعلان کړی. 
د یوری د تروریستی حملو وروسته په کشمیر کی د هند تر اداری لاندی، تدپو او دانا راهر اباشیر، د امریکا د کانګرس دوه نماینده ګان د لومړی ځل لپاره دا طرحه چی پاکستان د تروریسم د ملاتړو په لیست کی راسی پیشنهاد کړ. 
په دی طرحه کی د امریکا د حکومت څخه غوښتل سوی دی چی یو ګزارش د پاکستان په اړه جوړ کړی چی پاکستان د تروریسم په ملاتړو کی حساب سی. 
ښاغلی کومار همدارنګه په دی مصاحبه کی ویلی دی چی د دونالد ترامپ د ریاست جمهوری په وخت کی، د امریکا او هند اړیکه به په بیساری ډول سره ښه والی پیدا کړی. 
ددی څخه په صرف نظر سره چی دا خبر څومره د ترامپ د دولت سره مطالبقت لری او دا خوشبینی او امیدواری شالاب کومار، مهم غړی او د ترامپ هندی الاصل د مشورتی شورا غړی د واقعیت سره یوشان سی او اصلی رقیب یی په تور لیست کی راسی، خو په اصل او اساس کی کیدلای سی ښه خبر د افغانستان د دولت او ملت لپاره وی. 
خو داچی د ترامپ څومره مشاوران به ترامپ متقاعده کړی چی پاکستان په تور لیست کی قرار ورکړی او داچی دا به څومره منفی او مثبت تاثیرات پر پاکستان باندی وارد کړی او یا داچی ترامپ ددی لویو اساسی کارو اجازه لری که یا، ټوله به په راتلونکی کی شکاره سی.

https://avapress.com/vdceee8zfjh8x7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته