دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 127748
مرسي د جاسوسۍ په قضیه کې پر عمر بند محکوم شو
مصر کې یوې محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر، محمد مرسي قطر ته د جاسوسۍ په تور د عمربند سزا او ورسره ۶ نورو ته داعدام سزا واورول شوه.
مصر کې یوې محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر، محمد مرسي قطر ته د جاسوسۍ په تور د عمربند سزا او ورسره ۶ نورو ته داعدام سزا واورول شوه.
مخکې له دې مرسي په نورو محکمو کې پر اعدام محکوم شوی وه. د محمد مرسي حکومت په ۲۰۱۳زیږیز کال کې د دغه هېواد پوځ له‎خوا نسکور شو.
ملي ګټو ته د زیان رسولو په موخه د غیر قانوني ډلو رامنځته کول، له محرمانه اسنادو غیرقانوني کار اخېستل او د هغې افشا کول او قطر ته د اطلاعاتو او اسنادو ورکولو په جرم د داسې ډلې مشر په توګه پر عمر بند محکوم شوی دی.
ده ته د دوهم مورد له امله د ۱۵ کلونو بند سزا اورول شوې او درېیم مورد لپاره تبرئه شوی دی.
په همدې حال کې درې خبریالان په غیابي توګه پر عمر قید محکوم شوي او یو مستند جوړونکی پر اعدام.
د خبریالانو له ډلې یوه یې ښځه ده.
په همدې حال کې، په محکمې کې اعلان شوي چې د مصر لوی مفتي د درېیو خبریالانو او درېيو تنو نورو او یوې ښځې اعدام په اړه خپل شرعي هوکړه کړې ده.
دغه حکمونه لومړني دي او محکوم شوي تر دوه میاشتو پورې د غوښتنې حق لري.
خو رسنیو دغه حکم د رسنیو پر آزادۍ برید بللی دی.
الجزیرې خبرې رسنۍ دغه حکم د خبرپاڼې په ترڅ کې غندلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه حکم عادلانه نه دی او دا رسنیو آزادۍ پر وړاندې بې رحمه مبارزه ده.
له بلې خوا، د قطر دولت هم دغه حکم رد کړی او زیاتوي چې دا حکم بې اساس او د حقیقت خلاف دی.
مرسي په ۲۰۱۱ کال کې د حسني مبارک پر وړاندې انقلاب په ترڅ کې د واک پر ګدۍ کيناست.
خو وروسته له یوه کاله د پوځ مشر عبدالفتاح‎السیسي له‎خوا له واکه لیرې شو او اوس السیسي د دغه هېواد ولسمشر دی.
د مصر محکمو تر اوسه د مرسي سلګونه پلویان پر اعدام محکوم کړي دي او د اعتراضونو په ترڅ کې د د غه هېواد سلګونه تنه پلویان وژل شوي او زرګونه تنه پلویان یې نیول شوي او یا هم د دغه هېواد پوځ له‎خوا ځپل شوي دي.
https://avapress.com/vdceef8zvjh8wfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته