دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۳
د مطلب کود : 156647
په غزنی کې د یو خونړیزی برید څخه مخنیوی
په غزنی ښار کې امنیتی چارواکې په بایسکل کې ځای پرځای سوی چاودیدونکو توکو کشف او خنثی کیدو څخه خبر ورکوی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال زمان؛ د غزنی پولیسو قومانده، د افغان غږ خبری آژانس سره په اړیکه کې وویل: نن جمعه ۱۲ بجه، طالبان چاودیدونکې توکې په یو بایسکل کې د غزنی ښار د ختم المرسلین مسجد ترڅنګ ځای پرځای کړۍ وو او قصد درلود د امنیتی ځواکونو او لمونځ کوونکو تیریدو په وخت کې ورته چاودنه ورکړی. هغه وویل چی د خلګو په مرسته دا بایسکل د پولیسو له لوری کشف سو او چاودنه ورکړل شو او کوم څوک ته کوم زیان نه دی رسیدلی. طالبان تر اوسه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdceep8zfjh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته