دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 156043
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ۲،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور شول چې لاندې پروژې پکې شاملې دي:

– له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا لین د وېش شبکې قرارداد چې په مشروط ډول منظور شوه؛

– د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې پروژه؛

– د هرات ولایت د دوا کیفیت لابراتوار او روغتیایي محصولاتو د ودانۍ جوړول؛

– د ملي امنیت عمومي ریاست د مرکزي ادارو او نظامي قطعاتو د اړتیا وړ تېلو تدارک؛

– او د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز ریاست لپاره د PBX او CISCOټلیفونونو د سیستم چمتو کول.

پر دې سربېره ملي تدارکاتو کمېسیون تر ۱۵٪ پورې د سالنګونو د ساتنې اړتیا وړ د دوه قلمه تېلو د قرارداد تعدیل تائید کړ.

همدارنګه د کابل ـ لوګر سرک د ۷ کیلومتر جوړولو قرارداد هم وارزول شو، خو ملي تدارکاتو کمېسیون تائید نه کړ او پرېکړه وشوه چې یاده پروژه فواید عامې وزارت ته انتقال او تدارکاتي پروسه یې د همغه وزارت له لارې بشپړه شي

ملي تدارکاتو کمېسیون همداراز له دوشي څخه تر بامیان پورې د برېښنا شبکې دوه نورې برخې د بیې د چنې، د شرکتونو د ترلاسه شویو اسنادو د ډاډ او د پروژې د تمویلونکې ( د اسیا پراختیایي بانک) د اعتراض دنه اخیستو په خاطر بېرته ور وګرځولې.

ملي تدارکاتو کمېسیون مالیې وزارت مکلف کړ چې په دې اړه د پروژې تمویلونکو سره اړیکه ونیسي او تر یوې اونۍ پورې د پایلو په اړه کمېسیون ته راپور ورکړي.

په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون، د ولسي جرګې د مالي او د بودجې کمېسیون، د افغانستان د څار بنسټ، د سیګار او غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارو ملي او بین المللي څارونکوهم حضور درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceep8zxjh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته