دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 95364
په پروان ولایت کې ټپي شوي چیکي سرتیري ساه ورکړه
د چیک د دفاع وزارت وايي، هغه سرتیري یې ساه ورکړې چې؛ تیره اونۍ په افغانستان کې په یوه چاودنه کې سخت ټپي شوی و. په دې چاودنه کې څلور نور چیکي سرتیري وژل شوي وو.
دا سرتیري په هغو شپاړس وژل شویو کسانو کې شامل وو چې؛ د پروان په ولایت کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د یوې ځان وژونکې برید په ترڅ کې ووژل شول.
په یو لنډ بیان کې د چک د دفاع وزارت ویلي؛ پنځم سرتیری یې د دوشنبې په ورځ د پراګ په پوځي روغتون کې یو ورځ وروسته له هغې چې له افغانستان څخه خپل هیواد ته انتقال شو؛ ساه ورکړې.
دا پېښه په افغانستان کې د چکي سرتیرو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه وه.
د چک جمهوریت ژمنه کړې چې؛ خپل سرتیري به په افغانستان کې وساتي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdceex8o.jh8npi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته