دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 103843
جمهور رئیس پر ماین پاکانو باندی تروريستي بريد په کلکو ټکو غندي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني دهلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ د شورآبک په سیمه کې د ماین پاکۍ پر مرکز باندې هغه تروريستي برید په کلکو ټکو غندي چې له امله يې نن سهار ۱۲ تنه ماین پاکان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
جمهور رئیس وویل: هغه څوک چې د کار اصلي موخه يې دا وي چې خلکو ته بشري مرستې ورسوي، خپل ژوند په خطر کې واچوي او عامو وګړو ته د تګ را تګ لارې د ماین له خطر څخه پاکې کړي او افغان بزګرانو ته دغه فرصت برابر کړي چې له
کومې ویرې پرته خپلې ځمکې وکري، د هغوی وژنه په هېڅ ډول او هېڅ منطق توجیه کیدای نشي.
جمهور رئیس غني د دا ډول بریدونو ترسره کول د ټولو منل شویو انساني او اسلامي اصولو پرخلاف ناروا او وحشي عملونه وبلل او هغه یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله چې نه غواړي افغانان په سوله کې ژوند وکړي.
 جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغو قربانیانو کورنیو، خپلوانو او د هغوي دوستانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته
د لوي خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هيله کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceex8zxjh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته