دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 153541

افغانستان کې د طالبانو او داعش پر اهدافو د امریکا بمبارۍ ۳ چنده زیاتې شوي

د ولسي خلکو مرګ ژوبله، د تېر کال په مقایسه په ۱۰۰ کې ۵۲ زیاته شوې وه.
افغانستان کې د طالبانو او داعش پر اهدافو د امریکا بمبارۍ ۳ چنده زیاتې شوي

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو او داعش د وسله‎والو پر اهدافو د امریکايي هوايي ځواکونو بمبارۍ په چټکه توګه زیاتې شوې دي.

تازه شمېرې ښيي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د وسله‌والو پر اهدافو د امریکا هوايي بریدونه د تېر ۲۰۱۶ میلادي کال په مقایسه درې چنده زیاتې شوې دي.

د جرمني خبري اژانس وايي، د امریکا هوايي ځواکونو د روان میلادي کال د اکټوبر د میاشتې تر پای پورې په افغانستان کې د وسله‎والو پر اهدافو ۳۵۵۴ ګوزارونه کړي دي.

په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې د طالبانو او اسلامي دولت د وسله‎والې ډلې پر اهدافو ټول ۱۳۳۷ بریدونه شوي وو.

جرمني خبري اژانس د راټولو کړو شمېرو پر بنسټ وايي، د روان کال د اکټوبر د میاشتې تر نمايي پورې په افغانستان کې ۲۴۰۰ هوايي بمبارۍ شوې دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ میلادي په ټول کال کې امریکايي ځواکونو د هوايي بمباریو شمېر زرو ته رسېده.

دا نوې شمېرې ښيي چې په روان میلادي کال کې د امریکايي ځواکونو له‎خوا د وسله‎والو پر اهدافو د بمونو غورځول د ۲۰۱۶ میلادي کال په مقایسه درې چنده زیات شوي دي.

د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونادډ ټرمپ د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته چې په‌کې د ترهګرو په تعقیبولو او په نښه کولو ټینګار شوی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بمباریو کې چټک او ناڅاپي زیاتوالی راغلی دی.

وړمه ورځ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د مېشتو ځواکونو امریکايي قوماندان جنرال جان نېکلسن د وېډیو کنفرانس له لارې په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو ته د نویو صلاحیتونو ورکول ډېر مؤثر تمام شوي دي.


نوموړي د افغان حکومت مخالفو وسله‎والو ته په خطاب کې وویل:"دښمن ته زموږ پیغام دا دی چې په جګړه‌یې نه‌شي ګټلی. د هغې وخت رارسېدلی چې خپله وسله پر ځمکه کېږدئ او د سولې له بهیر سره یوځای شئ."

همدا دوه ورځې مخکې امریکايي هوايي ځواکونو دوه زره کېلو ګرامه وزن لرونکی یو بم په هلمند کې د نشه‎يي موادو پر یو لابراتوار وغورځاوه.

دا د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ تر اعلان راوروسته لومړنی دا ډول ګوزار و.

جنرال نېکلسن وايي، دا مهال په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې د نشه‎يي موادو د تولید فابریکې شته چې طالبان ترې مالي ګټه ترلاسه کوي.

خو د هوايي بریدونو له زیاتېدو سره د ولسي خلکو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان د ولسي خلکو مرګ ژوبله، د تېر کال په مقایسه په ۱۰۰ کې ۵۲ زیاته شوې وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceex8zzjh8nni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته