دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 113941
تکتیکي پرېښودل شویو پوستو کې بېرته امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شول
د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند سیمه کې له تېرو دوو ورځو راهیسې تکتیکي ۱۰ پرېښودل شويو پوستو کې بېرته امنیتي ځواکونو ځای پر ځای شول او په ترڅ کې د کابل ـ بامیانو لویه لاره هم د ترافیکو پرمخ پرانستل شوې ده.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات په لارښوونه امنیتي ځواکونو په سیمه کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه خپل عملیات په تکیتکي ډول ترسره او لا هم دوام لري ترڅو سیمه په بشپړ ډول د وسله والو مخالفینو څخه پاکه کړي.
له تېرې شپې راهیسې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې چې له امله یې لس وسله وال مخالفین وژل شوي هم دي،امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
تردا مهال د یادې پېښې له امله د درې قوماندانانو په ګډون ۴۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي، همدا راز ۲۴ سیمه ییز پولیس شهیدان او دوه نور ټپیان شوي دي .
په دغه پېښو کې دوه ملکي وګړي هم د مخالفینو لخوا په شهادت رسول شوي دي .
د یادونې وړده، امنیتي ځواکونو د جلریز ولسوالۍ او میدان ښار دواړو لورو څخه پیل شوي پراخه چاڼیز عملیات لا هم دوام لري .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceex8zzjh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته