دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 114977
۱۶ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په کندز،ارزګان ،غزنی ،پکتیا او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۱۶ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۱۶ تنه ټپیان شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.

د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefe8zfjh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته