دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 114571
اشرف غني او مارټین ډیمپسي له ټروریزم سره پر ګډې مبارزې خبرې وکړې
ولسمشر اشرف غني او د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي پرون له ټروریزم سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان لوی متحد هېواد (امریکا) ډاډ ورکوي چې له تروریزم سره په مبارزه کې به د افغان حکومت ملاتړ وکړي.
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې پرون کابل ته ورسېد او له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې یې د تروریزم پرضد د ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې جنرال ډیمپسي او ولسمشر غني ټروریزم او افراطیت د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره تر تولو ستر خطر وباله.
اسلامي دولت ډله یا داعش په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه ټروریستي ډله بلل کېږي او په افغانستان کې له عامو خلکو نیولې تر ولسمشر اشرف غني پورې ټول دا ډله یو ستر خطر بولي:
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې متحدوایالاتو د داعش ډلې د خطر د له مینځه وړو په مقصد مخکې له مخکې یولړ اقدامات کړي دي.
افغان چارواکو په دې وروستیو کې ویلي دي چې د داعش ځینې مهم مشران د یولړ هوايي حملو په ترڅ کې وژل شوي دي. د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي آزادي راډیو ته وویل؛ په تېره څه باندې یوه میاشت کې یوازې په ننګرهار ولایت کې د داعش مشران حافظ سعید، شاهدالله شاهد، ګل زمان او حقیار جهادیار وژل شوي:
د داعش یوبل مهم قوماندان عبدالرووف خادم څه وخت مخکې په هلمند ولایت کې ووژل شو.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي؛ د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د داعش ډلې د له مینځه وړلو په مقصد یوه نوې پالیسي جوړه کړه.
د کورنیوچارو وزیر نورالحق علومي د روان کال په لومړیو کې ویلي وو چې د افغانستان دولس ولایتونه له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
افغان چارواکي په داسې حال کې د امنیتي ګواښونو خبره کوي چې د امریکايي سرتېرو په ګډون ډېری نړېوال ځواکونه له افغانستانه وتلي او د هېواد امنیت د افغان ځواکونو په لاس کې دی.
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي له ولسمشر غني سره په خپله پرونۍ کتنه کې د ټروریزم پرضد په مبارزه کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو ډاډ ورکړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefe8zzjh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته