دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 95517
د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ټولو رایو تفتیش نن پیلېږي
تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو ۸ ملیونه او ۱ لک رایو تفتیش نن/ پنجشنبه پیلېږي.
د رایو پر تفتیش به، چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر مشرۍ لاندې د دواړو کاندیدانو د استازو، او د ملګروملتو او نړیوالو څارونکو تر څارنې ترسره کېږي، په درې اوونیو کې بشپړ شي.
د انتخاباتو د دوهم پړاو له ابتدايي پایلو سره سم اشرف غني احمدزي څه باندې ۵۶ فیصده رایې ګتلې وې خو عبدالله عبدالله پټکه وکړه چې د انتخاباتو پایلې نه مني او موازي حکومت جوړوي.
د تفتیش کار په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په دفتر کې پر مخ وړل کېږي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خپل مامورین په دوو شیفتونو موظف کړي څو د ورځې د رایو زر صندوقونه تفتیش کړای شي.
د جان کیري په منځګړتوب د دوو کاندیدانو ترمنځ د موافقې جزییات پرون څرګند شول. د دغو جزییاتو پر اساس بایلونکی کاندید به یا د اجرايي چارو ریاست په غاړه اخلي او یا به د اپوزیسیون مشري کوي چې زیات امتیازونه ورته منل شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefn8o.jh8nzi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته